|
د خنزير د والګي له امله ١١ افغانان مړه شوي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي له وقايوي تدبيرونو سره سره ښايي په دغه هېواد کې د سرکوزي د والگي د ناورغۍ له امله لږ
تر لږه له ٢ نه تر ٣ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي .
د روغتيا وزير وايي له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره روغتيايي تدبيرونه نيولي او د افغانستان ټولو ولايتونو ته يې اړين دارو درمل ليږلي دي . د روغتيا وزارت چارواکي وايي د سرکوزي د والگي له امله د مړيو شويو افغانانو شمېر ١١ او په دې ناروغۍ د اخته و کسانو شمير ٧٧٩ ته رسېدلى دى . د افغانستان دعامې روغتيا وزارت له ټولو خلکو يو ځل بيا وغوښتل چې د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي لپاره دې روغتيايي ويقايوي تدبيرونو ته پاملرنه وکړي . په افغانستان کې د سرکوزي په والگي د مړو شويو کسانو شمېر ورځ تر بلې لوړيږي . د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وروستۍ شميرې ښيي چې د دغې ناروغۍ له امله د مړيو شويو کسانو شمير يولسو کسانو ته پورته شوې ده. د تيرې اونۍ په وروستيو کې دغه شمېره ٨ تنه ښوول شوې وه. روغتيايي چارواکي وايي د مړو شمير له هغې وروسته له لسو پورته شوه چې تيره ورځ يوه ميندواره ښځه د دغې ناروغۍ گواښ ته د نه پاملرنې له امله مړه شوه . د افغانستان د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي وويل تر اوسه په افغانستان کې نژدې ٧٨٠ تنه د سرکوزي په والگي اخته شوي چې له نيمايي ډير يې افغانان دي . د ښاغلي فاطمي په وينا د پلازمينې کابل سربيره کندهار،هرات،باميان،بلخ او هرات ولايتونه دي چې د سرکوزي د والگي ناروغۍ نښې پکې ليدل شوي دي. د دغو ناروغانو ډيره په پلازمينه کابل کې دي. ښاغلي فاطيمي گواښنه وکړه چې له وقايعوي تدبيرونو سره سره ښايي د سرکوزي د والگي په ناروغۍ لږ تر لږه له ٢ نه تر ٣ زره افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي. ښاغلي فاطمي له ټولو افغانانو وغوښتل چې د عامې روغتيا وزارت وقايعوي تدبيرونو ته پاملرنه وکړي . د ورځې درې ځله د ستوني له لارې د مالگوبي غړ غړه کول او په پوځې کښول او د تودو مايعاتو څښل هغه څه دي چې روغتيايي چارواکي يې د دغې ناروغۍ ښه مخنيوى گڼي . د ښاغلي فاطمي په وينا ښايي په افغانستان کې د سرکوزي د والگي ويروس لومړى او دويم پړاو چې لومړى يې اوس او دويم به يي ښايي د راتلونکي کال په تور غويې مياشتې کې وي د چاپيريال د نه مناسبتيا له امله کابو شي . خو هغه د دغې ناروغۍ دريم احتمالي پړاو چې ښايي د راتلونکي کال په ميزان مياشتې وي تر ټولو خطرناکه وبلله . د سرکوزي د والگي د ناروغۍ پر وړاندې په افغانستان کې له ٥ کلونو د عمره ماشومانو د بدن د مقاومت د لوړوالي په موخه ټاکل شوې پر نژدې ٧ ميليونو افغان ماشومانو د گوزڼ واکسين د کمپاين پرمهال ځانگړي درمل وويشل شي . د گوزڼ واکسين د راتلونکي اونۍ په يکشنبې ورځ په ټول افغانستان کې پيليږي . د افغانستان د عامې روغتيا وزير په داسې مهال په احتمالي ډول د سرکوزي په والگي د ميليونونو کسانو د اخته کيدواټکل کوي چې په دغه هيواد کې اوس يوازې د ١٣ زره ناروغانو د درملنې لپاره بسترونه شته . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د سرکوزي والګی نه، د مکسيکو والګی29 اپريل, 2009 | نړۍ
د سرکوزي والګی اورپا ته لېږدېدلی 27 اپريل, 2009 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||