|
چارواکو د ١٧ وسله والو د وژلو ادعا وکړه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې په زابل ولايت کې په يوې وسله والې نښتې او د ناټو د هوايي عملياتو
په ترڅ کې ١٧ وسله وال وژل شوي دي .
همدارنگه د دفاع وزارت وايي په هملند ولايت کې د يوه ماين د چاودنې له امله د پوځ درې سرتيري وژل شوي دي . دفاع وزارت وايي نښته د زابل ولايت نوبهار ولسوالۍ په مشوزي سيمه کې شوې ده . هاخوا د کابل جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې درونټې ته ورڅيرمه د ناټو په اکمالاتي کتار بريد شوى . چارواکي وايي په دې پيښه کې د کتار دوه ساتونکي ژوبل شوي او په تيلو بار دوه ټانکرونه سوځيدلي دي. هاخوا د کابل - جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د رونټې ته څېرمه د ناټو- ايساف په اکمالاتي کتار بريد شوى . چارواکي وايي په دې کې د کتار دوه ساتونکي ژوبل شوي او په تېلو بار دوه ټانکرونه سوځېدلي دي . د ننګرهار امنيتي آمر جګړن عبدالغفار ويلي د ساتونکو او بريد کوونکو ترمنځ دوه ساعته نښته هم شوې ده . خو يوه عيني شاهد ويلي له بريد وروسته په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه هم ليدل شوې ده . تر اوسه د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||