BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:52 گرينويچ 2009 ,07 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کاناډا له افغانستانه سرتېري ويستل غواړي
 

 
 
کاناډايي سرتېري افغانستان کې
کاناډا افغانستان کې شاوخوا ٢٨٠٠ پوځيان لري .
د کاناډا هېواد غواړي چې د ٢٠١١ کال له راتګ وړاندې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي .

د تېرې جمعې په ورځ د کاناډا کانويسټ نيوز اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولي ويلي وو چې د هېواد لوی درستيز جنرال والټر ناتينيزک له افغانستانه د کاناډايي سرتېرو د ستنېدو پر اړه په يوه پلان کار کوي .

کاناډا افغانستان کې شاوخوا ٢٨٠٠ پوځيان لري، چې زياتره برخه د هېواد په سوېلي نارامه ولايتونو کې مېشت دي .

وړاندې د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارپر د دېر سپتمبر مياشت کې واشنګټن کې امريکايي پوځي مشرانو ته ويلي وو چې هېواد يې افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته رسول غواړي .

د ويلو ده چې له ٢٠٠٢ کال راپدېخوا افغانستان کې ١٣٣ کاناډايي پوځيان وژل شوي .

د برتانيا دريځ

بل خوا د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون ويلي که چېرې افغان ولسمشر حامد کرزی په خپله اداره کې د فساد پرضد مبارزه ګړندۍ کړي، نو برتانيا به دغه هېواد ته نور سرتېري واستوي .

ګورډن براون دغه څرګندونې تېره ورځ (جمعه، د نومبر شپږمه، د لړم (عقرب) پر پنځه لسمه ) وکړه .

نوموړي وويل : ((تر هغه چې د پاکستان او افغانستان لخوا برتانيا ته متوجه ترهګريزې چينې نه وي وچې شوې، موږ بايد له دغه هېواده ونه وزو او نه به دا کار وکړو .))

د برتانيا لومړي وزير دا هم وويل د کرزي پنځه کلنه راتلونکې دوره په پنځو اساسي مسايلو کې د ده بريا ځواکمنوي، چې هغه ، امنيت، واکمني، سوله، اقتصادي پرمختګ او له ګاونډيانو سره ښه اړيکي دي .

برتانيا دا مهال افغانستان کې تر نهو زرو ډېر سرتېري لري، چې زياتره يې په نارامه سوېلي ولايت هلمند کې مېشت دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
يو کاناډايی سرتېری وژل شوی
09 جون, 2009 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت