BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:48 گرينويچ 2009 ,04 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
عبدالله د کمېسيون پرېکړه 'ناقانونه' وبلله
 

 
 
عبدالله عبدالله
عبدالله : (( زه هېڅ لېوالتيا نه لرم چې په کابينه کې کار وکړم او دا ځکه چې زموږ تگلاره د وه چې يو مثبت بدلون راولو او دغه بدلون يوازې د کسانو په ادلون او بدلون نه شي راتلاى، په نظام ، تگلارو او کړو وړو کې بايد بدلون راوستل شي . ))
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ پخواني کانديد عبدالله عبدالله د ټاکنو په خپلواک کمېسيون نيوکه وکړه او ويې ويل چې د ولسمشر په توگه د حامد کرزي ټاکنه يوه ناقانونه چاره ده .

وروسته تر هغې چې عبدالله عبدالله د ټاکنو له دويم پړاوه په شا شو کميسيون ښاغلى کرزى د گټونکي په توگه اعلان کړ .

عبدالله عبدالله چې د ولسمشريزو ټاکنو له دويم پړاو سره پريکون کړى و نن يې په يروه خبري ناسته کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون هغه پريکړه ناقانونه وبلله چې له مخې يې حامد کرزى پو ځلې بيا د دغه هيواد د ولسمشر په توگه وټاکل شو :

(( دغه پريکړه قانوني بنسټ نه لري او هغه حکومت چې په ناقانونه پريکړهو او د بې باوره ادارې له خوا رامنځته کيږي نه شي کولاى چې په هيواد کې قانون پلى کړي او د فساد په وړاندې مبارزه وکړي ، هغه حکومت چې د خلکو ملاتړ ورسره نه وي نو نه شي کولاى د هغو ننگونو سره چې نن افغانستان ورسره مخامخ دى مبارزه وکړي . ))

ښاغلى عبدالله وايي چې د افغانستان نړيوالو ملاتړو د دغه بهير حقوقي اړخونه له پامه وغورځول او د کميسيون د پريکړې ملاتړ يې وکړ ، هغه وايي تر هغې پورې چې دغلته ولسواک نظام نه وي ټينگ شوى هغه به خپلو سياسي منډو ترړو ته دوام ورکړي :

(( زه هېڅ لېوالتيا نه لرم چې په کابينه کې کار وکړم او دا ځکه چې زموږ تگلاره د وه چې يو مثبت بدلون راولو او دغه بدلون يوازې د کسانو په ادلون او بدلون نه شي راتلاى، په نظام ، تگلارو او کړو وړو کې بايد بدلون راوستل شي . ))

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لومړى پړاو د ټگيو برگيو په وجه دوهم پړاو ته وغځيد او گټونکى يې نه لاره په هغه مهال داسې پريکږه وشوه چې د دويم ټاکنې به د ښاغليو کرزي او عبدالله تر منځ ترسره کيږي خو ښاغلى عبدالله د دغه بهيره په شا شو چې د ټاکنو کميسيون بيا د همدغې په شا کېدنې له امله حامد کرزى گټونکى اعلان کړ .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت