|
په ټاکنو کې د ښځو د ونډې په اړه اندېښنه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ښځو د چارو وزارت وايي ښايي د تېرو ټاکنو په څېر په را روانو ټاکنو کې هم د ښځو ونډه هومره د پام وړ نه وي .
مرستيال وزيره مژگان مصطفوى د هېواد په يو شمېر سيمو کې شته نا امنۍ او ناوړه دودونه په ټاکنو کې د ښځو د نه اشتراک لوى لاملونه په گوته کوي . د افغانستان د ښځود چارو وزارت وايي سره له دې چې په ټاکنو کې يې د ښځو د هڅونې لپاره د هېواد په ډېرو سيمو کې د عامه پوهاوي يو لړ پروگرامونه پيل کړي او ترسره کړي، خو داسې نه برېښي چې په ډېر شمېر کې ښځې په انتخاباتو کې گډون وکړي . د هېواد په يو شمېر سيموکې شته ناامنۍ ، ناوړه دودونه او ښځو ته د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي کموالى د ښځو د چارو د مرستيال وزيرې مژگان مصطفوي په خبره د دويم پړاو په انتخاباتو کې د ښځو د نه گډون لوى لاملونه دي : ناوړه کلتور '' لاهم د ښځو په وړاندې گڼې ننگونې شته،لاهم ناوړه دودونه او ناوړه کلتور زموږ پر ټولنې واکمن دي . د هېواد په يوشمېر سىموکې د شته نا امنيوله امله ډېرو ښځو د رايي اچونې کارتونه نه دي اخيستي، د همدې ډاره له امله به ډېر ښځې په ټاکنو کې گډون ونکړي . لاهم دا ډول ننگونې شته، ښايي په را روانو ټاکنو کې د ښځو ونډه د تېرو ټاکنو په څېرډېره د پام وړ نه وي.)) له دې هر څه سره سره مېرمن مصطفوي پر ټولو افغانو ښځو غږ وکړ چې په ټاکنو کې پراخ گډون وکړي او په خپلو رايو سره خپل راتلونکى سياسي مشر وټاکي . نوموړې وويل د هېواد په نژدې ټولو ولايتونو کې يې ښځو ته د عامه پوهاوي او هڅونې يو لړ پروگرامونه پيل کړي چې په ټاکنو کې گډون وکړي . په تېرو ټاکنو کې دوو ښځو له ٣٥ سړيو سره د ولسمشرۍ د څوکۍد گټلو لپاره سيالي کوله، او دغه راز ولايتي شوراگانو ته هم گڼې ښځې ولاړې وې . خو د هېواد په کچه د رای اچونې په بهير کې د ښځو ونډه ډېره تته وه . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||