|
په جګړه کې ښکېلوطالبانو ته امريکا پيسې ورکوي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
واشنګټن په افغانستان کې مېشتو امريکايي قوماندانانو ته دا اجازه ورکوي، چې همدا اوس په جګړ ه کې ښکېلو وسله والو طالبانو ته مياشتينۍ
پيسې ورکړي، چې له جګړې لاس واخلي .
دغه چاره د پوځي قانون يوه برخه ده، چې ټاکل شوې نن چهارشنبه ، (د اکتوبر ٢٨مه) به يې ولسمشر بارک اوباما لاسليک کړي . واشنګټن ١.٣ ميليارده ډالره د دغې موخې لپاره ځانګړي کړي دي . د امريکا پوځي قوماندانانو په عراق کې هم له دې ډول تګلارې ګټه اخيستې وه ،چې ويل کېږي پايله يې مثبته وخته ، خو دا لومړی ځل دی چې دغه تګلاره په افغانستان کې په رسمي توګه پلی کېږي . واشنګټن دغه ګام يوه ورځ وروسته له هغه اخلي، چې د افغانستان په جنوب کې اته امريکايي پوځيان ووژل شول . له دې سره پای ته رسېدونکې اکتوبر مياشت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ هغه ده، چې تر اوسه پکې ٥٥ امريکايي پوځيان وژل شوي دي . خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما لاهم زړۀ نازړۀ دی، چې افغانستان ته نور زرګونه سرتېري ولېږي او که څنګه . اوباما ويلي وه چې افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو د لېږلو په پرېکړې کې به له بيړې کار وانخلي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||