BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2009 ,24 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د دويم پړاو ټاکنو کمپاين پيل شو
 

 
 
حامد کرزی او عبدالله عبدالله
د افغانستان د دويم پړاوو انتخابات به د راتلونکې نومبر مياشتې په اووه نېټه ترسره کېږي، چې يوازې دوه کانديدان به په کې له يو بل سره سيالي کوي .
په افغانستان کې د دوهم پړاو ټاکنو رسمي کمپاين د چارواکو له دې هڅو سره پيل شو چې په دې پړاو کې د هغې پراخې درغلۍ د بيا تکرار مخه ونيسي چې د لومړي پړاو ډېرې رايې يې باطلې کړې .

په داسې حال کې چې د ټاکنو ورځې ته دوه اوونۍ پاتې دي، د ټاکنو کميسيون په درغليو کې د ښکېلو زرگونو چارواکو له دندې گوښه کېدو او هغو ټاکنيزو حوزو په چاڼولو کار کوي، چې د ډېرو درغليو ادعا په کې شوې وه .

هاخوا طالبانو يو ځل بيا د ټاکنو د گډوډولو گواښ کړى دى. ددغې ډلې لخوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې خلک گواښل شوي چې په ټاکنو کې برخه وانخلي او طالب وسله والو ته هم امر شوى چې له ټاکنو يوه ورځ وړاندې ټولې لويې او کوچنۍ لارې وتړي .

په داسې حال کې چې په پلازمېنه کې د راى ورکولو صندقونه ولايتونو ته د وړو په موخه په لاريو کې بارېږي، د ټاکنو کميسيون يوه چارواکي بلال احمد وويل، د نويو ټاکنو لپاره تياريانې ښې پرمخ روانې دي :

((موږ د ټاکنو د دوهم پړاو لپاره د توکو رسول پيل کړي دي. توکي به له دوو د هوا او سړکونو له لارې ورسول شي. زه په دې عقيده يم چې موږ به په دوو يا دريو ورځو کې ټول توکي واستولاى شو او هيله من يو چې دغه توکي به بيا ولايتونو ته په خپل وخت ورسېږي .))

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنيز کمپاين نن نيمه شپه پيل شوه اود ټاکنود کمېسيون په وينا د تېرو ټاکنو په څېر به له انتخاباتو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي .

دغه کمپاين په نسبتاً ارامه فضا کې پيل شو، او د لومړي ځل ټاکنو په څېر پکې د نوماندانو نوي عکسونه نه ترسترګو کېږي .

کابل چې د افغانستان ګڼ مېشته ښار بلل کېږي ، د حامد کرزي او عبدالله عبدالله انځورونه پکې نه ليدل کېږي .

ټاکنيز کمپاين داسې مهال پيل شوی چې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپراوي سره له راتلونکو ټاکنو سره د پرېکون خبرداری ورکړی دی .

وسله والو طالبانو په خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي چې په راتلونکو ټاکنو کې دې افغانان برخه نه اخلي .

ريچرډ هولبروک
 دا هيله به مناسبه وي چې دا ځل به د ګڼو دلايلو له کبله لږې ګډوډۍ وي، لومړی: دوه کانديدان په سياليو کې دي ، دويم : مخکېنۍ تجربه هم يو فکټور دی، درېيم: نړيواله ټولنه او د جنرال مکرېسټل په کومانده کې ځواکونه به د دې بهيرد بريالي کېدو لپاره مرستې ته مټې بډوهي .
 
ريچرډ هولبروک

دوی همداراز پر خپلو جنګياليو غږ کړی، چې د ټاکنو د نابودولو لپاره دې خپلو بريدونو ته زور ورکړي .

تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو يوه تن نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسيون د بې طرفۍ په نه رعايت تورن کړی و او په دغه کمېسيون کې يې د يولړ بدلونونو غوښتنه کړې وه .

خو د کميسيون چارواکو بيا دغه تور بابېزه وباله .

د افغانستان د دويم پړاوو انتخابات به د راتلونکې نومبر مياشتې په اوومه نېټه کېږي، چې يوازې دوه کانديدان به په کې له يو بل سره سيالي کوي .

د افغانستان د روان کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړى پړاوو د تېرې اگست مياشتې په ٢٠مه نېټه ترسره شوې چې په کې د اووه دېرشو کانديدانو په منځ کې د ښاغلي کرزي رايي تر ټولو ډېرې اعلان شوې او د لومړنيو پايلو له مخې کټونکى گڼل کېده .

خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوو انتخابات دويم دور ته وغزول .

د ټاکنو د دويم پړاو د کمپاين په ترڅ کې د سيمې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي دا به مناسبه هيله وي چې دا ځل په ټاکنو کې لږه ګډوډي راشي .

د ولسمشرۍ د دويم پړاو د کمپاين په درشل کې سيمې ته د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي پرځای هيله شته چې دا ځل به په ټاکنو کې کمې درغلۍ وي .

ښاغلي هولبروک ويلي چې اوس دی د خوشبينۍ لپاره ډېر دليلونه ويني :

((دا هيله به مناسبه وي چې دا ځل به د ګڼو دلايلو له کبله لږې ګډوډۍ وي ، لومړی: دوه کانديدان په سياليو کې دي ، دويم : مخکېنۍ تجربه هم يو فکټور دی ، درېيم: نړيواله ټولنه او د جنرال مکرېسټل په کومانده کې ځواکونه به د دې بهيرد بريالي کېدو لپاره مرستې ته مټې بډوهي . ))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت