BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:27 گرينويچ 2009 ,13 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ٢٢ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه
 
وسله وال طالبان
طالبان په دغه بريد کې يوازې د خپلو درېيو ملگرو وژل او دوو نورو ژوبلېدل تاييدوي .
په کندهار کې د ٢٠٥ قول اردو مشر جنرال شير محمد ځاځى وايي افغان ځواکونو په په گرشک او سنگين ولسواليو کې يولړ عمليات کړي او دوولس وسله وال يې وژلي او يو شمېر وسلې يې نيولې دي .

اخوا د ختيځ ولايت کونړ د وټه پور ولسوال زلمى يوسفزى وايي ايتلافي په يوه هوايي بريد کې دغلته لس طالبان وژلي دي .

جنرال شيرمحمد ځاځي بي بي سي ته د تيلې فون پر کرښه وويل چې په تېرو څو ورځو کې يې دوه عمليات درلودل چې يوه يې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې کړي او بل يې په سنګين ولسوالۍ کې کړي دي .

دی وايي چې له امريکايي ځواکونو سره يې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي .

طالبان په دغه بريد کې يوازې د خپلو درېيو ملگرو وژل او دوو نورو ژوبلېدل تاييدوي .

په خوست کې بيا ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوه بي پيلوټه الوتکه په صبرۍ ولسوالۍ کې رالويدلې ده، خو طالبان يې د را نسکورولو دعوې کوي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت