|
پكتيكاوال: بهرنيو ځواكونو ماشومان وژلي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پكتيكا ولايت سروضې ولسوالۍ د مرزكو سيمې په زروكوت نومي ځاى كې پر پرتو كوچيانو توغندي لوېدلي او له امله يې د سيمې د خلكو
په وينا دوې ماشومې نجلۍ وژل شوې او يوه بله ټپي شوې ده.
وژل شوې او ټپي درېواړه خويندې دي . د همدې سيمې يو تن قومي مشر او د پكتيكا ولايتي شورا وكيل جمعه دين وويل، چې تېره ورځ ناوخت مهال پر ياده سيمه شل توغندي توغول شوي او ټول د يو كيلومټر په ساحه او هلته د پرتو كوچيانو په منځ كې لويدلي دي . ده د سيمې خلكو له قوله وويل، چې دغه توغندي، د ارګون او يا نكې په ولسواليو كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو له مركزونو ويشتل شوي . جمعه دين وويل، چې كوچيانو د وژل شويو ماشومانو جسدونه په احتجاجي توګه، د پكتيكا په مركز ښرنه كې د ولايت مقام ته راوړي وو او له ځايي چارواكو يې د دې پېښې د ژر څېړنې غوښتنه كوله . ده وويل، چې دا پېښه يې د ولايتي شورا د يوه وكيل په توګه، په پكتيكا له مېشتو بهرنيو ځواكونو سره شريكه كړې، خو تر اوسه يې څه ځواب نه دى ترلاسه كړى. د پكتيكا والي وياند حميدالله ژواك بيا وايي، چې په دې اړه دوى له بهرنيو ځواكونو سره غږيدلي، د ده په وينا هغوى د لويدلو توغنديو ټوټې راټولې كړي او وايي چې دا د دوى له خوا نه، بلكې د وسله والو طالبانو له خوا هغه مهال وويشتل شول، چې د همدې پكتيكا د ښوى كمر په سيمه كې د دوى او طالبانو ترمنځ اوږده نښته وشوه. خو وكيل جمعه دين د ځايي چارواكو دا خبره په دې ناسمه بولي، چې دغلته د وسله والو طالبانو د ويشتو له پاره هېڅ موخه نشته .
د روحاي بابا مېنجور ووژل شو
بل خوا د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د روحاني بابا په نوم د يوه مشهور زيارت مېنجور ببرى د ناڅرګندو كسانو له خوا وژل شوى او مړى يې د پكتيكا ولايت مركز ښرنې ته نېږدې د ډنډك په سيمه كې موندل شوى دى . ځايي خلك وايي، چې د وژل شوي مېنجور ترڅنګ يې د ملاسنګين په نوم داسې يو ليك موندلى، چې دى په كې جاسوس ګڼل شوى . خو د پكتيكا ځايي چارواكي وايي چې هغه بې ګناه دى . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||