|
ايران: د الوتکې راپرېوتو ١٦٨ تنه ووژل
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران په شمال لوېديځ کې د الوتکې په راپرېوتو کې ١٦٨تنه وژل شوي دي .
د ايران رسمي خپري اژانس ايرنا ويلي چې د (کاسپين ايرلاينز) يوه الوتکهد هېواد شمال لوېديځ قزوين ښار ته څېرمه وروسته له هغه پر ځمکه راپرېوته، چې په پلازمېنه تهران کې د امام خميني له هوايي ډګر څخه په هوا شوې وه . دغه الوتکه ارمنيا ته روانه وه . په قزوين کې د ژغورنې د ډلې مشر حسين بهزادپور ايرنا خبري اژانس ته ويلي چې رالوېدلې الوتکه د شا له خوا دوه ټوټې شوې . داسې ښکاري چې په ايران کې د زړو الوتکو د رالوېدو پېښې ډېرې شوې دي . پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو له خوا د بوينګ الوتکو، چې ډېری يې امريکايۍ دي، د رانيولو بنديز لګول شوی دی . د ٢٠٠٦ کال په سپتمبر مياشت کې د ايران په ختيځ مشهد هوايي ډګر کې له هوايي کرښې د کږېدو له امله يوه الوتکه راولوېده، چې په کې ٢٩ تنه سپرلۍ ووژل شوې . او د همدې کال په نومبر بيا يوه پوځي الوتکه د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې راپرېوته، چې په کې ٣٩ تنه سپاره ووژل شول، چې ٣٠ يې د انقلاب ځانګړی ګارد و . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||