|
وردګ: چاودنې د جلرېز امنيه قوماندان وواژه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د تاوتريخوالو په تر ټولو تازه پېښو کې د د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ د امنيه قومندان په گډون څلور پوليس او
څلور وسله وال وژل شوي دي .
د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پوليسو د گزمې موټر په ايښودل شوي ماين وخوت . په دغه چاودنه کې څلور نور پوليس ټپيان شوي دي . د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله هم منلې، چې امنيه قوماندان ډګروال رجب له ولسوالۍ د ولايت پر لور روان و، چې په اسماعيل خېلو سيمه کې تر يوه پولچک لاندې ځای پرځای شوی ماين پرې وچاودېد. د پېښې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده. د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته له نامالومه ځايه د تيلې فون پرکرښه وويل چې د وردګو ولايت په بېلابېلو پېښو کې يې ګڼو افغان امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده . ښاغلي مجاهد زياته کړه چې نن يې د چک او جغتو د ولسواليو پر ودانيو هم ورته بريدونه کړي. نوموړی په دغو بريدونو کې هم د مرګ ژوبلې خبره کوي، خو د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله بيا بريدونه مني، خو د مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي . همدارنګه، د دغه ولايت په اونخي دره کې د سيداباد ولسوال مسلم خان له يوه وسله وال بريده روغ رمټ وتلی دی . دغه بريد نن ماسپښين په څلورو بجو شوی دی . د دغه بريد پړه هم طالبانو پرغاړه اخيستې ده . وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ميدان وردګو په سيداباد کې يې جنګياليو تر دېرشو بېلابېلو ګاډي سوځولي دي، چې په کې د امنيتي سرتېرو ګاډي هم شامل دي . خو تر دې دمه د وردګو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي . بل خوا له نيمروز ولايت نه راپورونه وايي چې امنيتي ځواکونو له وسله والو کسانو سره په نښته کې څلور وسله وال وژلي دي . د کورنيو چارو وزارت وايي نښته د خاشرود په ولسوالۍ کې شوې ده . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||