BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:21 گرينويچ 2009 ,04 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ارزګان کې ښځو له کرزي خپل ملاتړ اعلان کړ
 
کرزی
نن په ارزګان، پکتيکا، کندهار، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ولسمشرۍ د بېلابېلو نوماندانو په ملاتړ غونډې جوړې شوې وې .

د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې کې د غاټول په نامه د ښځو يوه ښوونيز مرکز د حامد کرزي ملاتړ کړی دی .

په دغه مرکز کې لسګونه ښځې راټولې شوې وې، او حامد کرزی يې د راتلونکو ولسمشر ټاکنو غوره کانديد وباله .

همدارنګه، په کندهار، غزني، سرپل او باميان کې هم د کرزي په ملاتړ غونډې جوړې شوې وې .

خو په پکتيکا او غزني ولايتونو کې يو شمېر قامي سپين روبو د عبدالله عبدالله په ملاتړ راټول شوي ول .

په خوست کې بيا د شهنواز تڼي په ملاتړ غونډه جوړې شوې وه .

په ختيځ جلال اباد ښار کې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وشوه، چې ملاتړ يې د کابل – جلال اباد لاره د نيم ساعت لپاره تړلې هم وه او په تظاهراتو يې لاس پورې کړی و .

همدارنګه، په بغلان ولايت کې د اشرف غني احمدزي پلويانو هم تظاهرات وکړل، او په کندز ولايت کې هم د اشرف غني احمدزي پلويان له اخ وډب سره مخامخ شول .

خو د دغه ولايت چارواکي وايي پرته له دې چې دوی د ملاتړ د غونډو په جوړولو خبرشي، ملاتړ يې په خپلسرې توګه غونډه جوړه کړې وه .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د شکايتونو د اورېدو کميسيون چارواکي وايي چې دغه کميسيون ته د ځينو کانديدانو په اړه شکايتونه رسول شوي، چې دوی يې له امنيتي ځواکونو سره په ګډه څېړنه کوي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت