BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:28 گرينويچ 2009 ,29 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
' هرکال نری رنځ د ٩٠٠٠ افغانانو ژوند اخلي '
 

 
 
د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي
فاطمي: ((درې کاله مخکې د نري رنځ له امله په هر کال کې 23 زره افغانان مړه کېدل، په داسې حال کې دا مهال دغه شمېره په کال کې 7847 کسانو ته راټيټه شوې ده ، دا ډېر زيات ټيټوالی ښيي. ))
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې که څه هم په دې هېواد کې د نري رنځ له امله د مړينې شمېرې ډېرې راټېټې شوې دي، خو له دې سره سره لاهم هر کال نژدي نهه زره تنه افغانان د دغې ناروغۍ له امله مري .

د عامې روغتيا وزير سيد محمدامين فاطمي چې په هرات کې يې د نري رنځ د مخنيوي د پروګرام په پيل کې خبرې کولې وويل چې د نري رنځ د مخنيوي په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري .

د عامې روغتيا وزير محمدامين فاطمي په هرات کې د دغه بورډ د جوړېدلو موخه له ساري ناروغيو په ځانګړي ډول نری رنځ سره د مبارزې ګړنډي کول وبلل .

نوموړي وويل چې لا هم په هرات ، فراه، غور او بادغيس ولايتونو کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېره زياته ده .

ښاغلي فاطمي زياته کړه چې دا مهال افغانستان د نري رنځ د تشخيص ښه وړتيا لري او په وينا يې په دې ورستيو کې د دغې ناروغۍ له امله د خلکو مړينه راکمه شوې ده :

ډاکټر او ناروغان په افغانستان کې
د روغتيايي چارو کارپوهان، بېوزلي، د درملنې او تشخيصوونکو د مرکزونو لږوالی ، کډوالۍ، سوء تغذي او د نري رنځ د ناروغۍ له ګواښونو څخه ناخبري د افغانانو په منځ کې د نري رنځ د شتون اصلي لاملونه بولي .

((درې کاله مخکې د نري رنځ له امله په هر کال کې 23 زره افغانان مړه کېدل، په داسې حال کې دا مهال دغه شمېره په کال کې 7847 کسانو ته راټيټه شوې ده ، دا ډېر زيات ټيټوالی ښيي. ))

د عامې روغتيا وزير وويل چې دا مهال په ټول افغانستان کې د نري رنځ د درملنې 1100 مرکزونه کار کوي .

د ښاغلي فاطمي په وينا، په نژدې راتلونکې کې به په نورو ولايتونو کې هم د نري رنځ د مخنيوي بورډونه جوړ کړي .

د نړۍ روغتيايي سازمان هم ژمنه کړې ده چې درنځ د مخنيوي په برخه کې به د عامې روغتيا له وزارت سره نورې زياتې مرستې کوي .

د دغه سازمان د افغانستان د برخې مشر پيټرجي ګراف د دغې ژمنې ترڅنګ وويل چې افغانستان لا هم د نړۍ د هغو22 هېوادونو په ليکه کې دی د نري رنځ زياتې پېښې پکې ليدل کېږي .

د روغتيايي چارو کارپوهان، بېوزلي، د درملنې او تشخيصوونکو د مرکزونو لږوالی ، کډوالۍ، سوء تغذي او د نري رنځ د ناروغۍ له ګواښونو څخه ناخبري د افغانانو په منځ کې د نري رنځ د شتون اصلي لاملونه بولي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت