BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:37 گرينويچ 2009 ,17 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د افغانستان د روانو حالاتو په اړه نوې سروې
 

 
 
د افغانستان نقشه
په سلو کې 74 کسانو ويلي دي چې دراتلونکو ټاکنو لپاره يې نوم ليکنه کړې ده او په سلو کې 22 ويلي چې نوم ليکنه يې نه ده کړې .
د جمهوري غوښتونکو نړيوال انسټېټيوټ يا (IRI) په افغانستان کې دروان امنيتي، اقتصادي او سياسي حالت په اړه يوه سروه کړې ده .

دغه سروي چې تېره ورځ د دغه انسټېټيوټ په وېبپاڼه خپره شوه په کې ويل شوي چې اصلي موخه يې د افغانستان له ټاکنو څخه د خلکو د ملاتړ د کچې معلومول وو .

د دغې سروي په ترڅ کې په سلو کې52 پوښتل شويو افغانانو ويلي چې هېواد يې د تېر کال په پرتله نا ارام شوی دی .

سروي په 2003 کال پيل شوې وه او په 2009کې بشپړه شوې ده .

د جمهوري غوښتونکو نړيوال انسيټوټ يا (IRI) له لوري د څو کلونو په ترڅ کې د افغانستان په 34 ولايتونو کې تر سره شوې سروې اوس د 71 مخيز راپور په بڼه خپره شوې ده .

د سروې په ترڅ کې له افغانانو څخه د دوی د هېواد د روانو حالاتو نوي سياسي او اقتصادي نظام ، پرمختګونو، ټاکنو او امنيتي ننګونو په اړه پوښتنې شوې دي .

 په سلو کې52 افغانانو ويلي چې هېواد يې د تېر کال په پرتله نا ارام شوی دی ،14 ويلي ارام شوی او په سلو کې 22 مناسب بللی دی .
 
سروې

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغانستان سم او که ناسم لوري ته روان دی په 2004 کال په سلو کې79 کسانو ويلي چې سم لوري ته ځي او په 2009کال کې دغه شمېره په سلو کې دېرشو ته راټيټه شوې ده .

خو په 2004کال کې د دې پوښتنې لپاره په سلو کې 30 کسانو منفي ځواب ورکاوه او اوس يې شمېره اوه دېرشو ته لوړه شوې ده .

دغه راز له خلکو څخه پوښتل شوي چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله دخپلو کورنيو اقتصادي حالت کومې خواته تللی بولي ؟ په سلو کې 43 کسانو ښه،21 کسانو مناسب، لسو لږښه، 14بد او 6 ډېر ناوړه، بللی دی .

په دغې سروي خلک دامنيت په اړه هم پوښتل شوي دي .

په سلو کې52 افغانانو ويلي چې هېواد يې د تېر کال په پرتله نا ارام شوی دی ،14 ويلي ارام شوی او په سلو کې 22 مناسب بللی دی .

خو ددغې سروي له مخې دراتلونکي کال داقتصادي حالت لپاره ډېر افغانان هيله من ښکاري .

په افغانستان کې د پخوانۍ چاودنې عکس ګورئ
د هغه کسانو له ډلې چې نوم ليکنه يې نه ده کړې، په سلو کې 22 کسانو د دې کار لامل نا امني بللې ده .

په سلو کې29 افغانانو ويلي فکر کوي چې راتلونکي کال کې به يې د هېواد اقتصادي حالت ښه شي، 18 ويلي په اوسني حال به پاتې وي او 20 نورو ويلي چې تر دې به هم بد شي .

په دغې سروي کې تر ټولو دپام وړ خبره داده چې په سلو کې 47 افغانانو ويلي دي چې دشپږو ګاونډيو هېوادونو له ډلې څخه يو هم له افغانستان سره سمې اړيکې نه لري .

د سروي په ترڅ کې له خلکو څخه دروغتيا ملي، اردو ملي پوليسو، ټاکنو، اداري فساد او داسې نورو موضوعاتو په اړه هم پوښتنې شوې دي .

په سلو کې 74 کسانو ويلي دي چې دراتلونکو ټاکنو لپاره يې نوم ليکنه کړې ده او په سلو کې 22 ويلي چې نوم ليکنه يې نه ده کړې .

د هغه کسانو له ډلې چې نوم ليکنه يې نه ده کړې، په سلو کې 22 کسانو د دې کار لامل نا امني بللې ده .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت