|
|
| سېلابونو د افغانستان په شمال کې شاوخوا 300 کورونه زيانمن کړي دي . |
د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه رپوټونه وايي چې سېلابونو لس تنه وژلي او سلګونه کورونه يې زيانمن کړي دي .
د دغو ولايتونو اوسېدونکي وايي پرله پسې سېلابونو يې ډېری کرنيزې ځمکې خرابې کړې او ستر مالي زيان يې ورته اړولی دی .
له سمنګان ولايت نه بيا رپوټونه وايي چې د سېلابونو له امله د دغه ولايت د ( صوف درې) د ولسوالۍ لويه لاره تړل شوې ده .
که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د غويي د اتمې د جشن ټاکل شوې نيمايي پيسې به له زلزله ځپلو او د طبيعي
پېښو له امله له زيانمنو کورنيو په مرسته ولګوي، خو د يادو شويو ولايتونو اوسېدونکي وايي چې لاهم له دوی سره له کومې خوا مرسته
نه ده شوې .
|