|
افغانستان د نوم ليکنې لپاره کلينيکونه نه جوړوي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د روغتيا وزارت چارواکي وايي افغان ولسمشر حامد کرزي يې هغه وړانديز منلى چې په کې ويل شوي د نوم ليکنې لپاره
دې روغتيايي مرکزونو نه کارول کېږي .
د عامې روغتيا افغان وزير محمد امين فاطمي وويل په کلينيکونو کې د نوم ليکنې د مرکزونو جوړولو د دوى په کارونو سيورى غوړولى و او خلکو نشو کولى د مخالفينو د بريدونو له وېري دغو کلينيکونو ته ورشي. ښاغلي فاطمي ويلي په کلينيکونو کې د نوم ليکنې د مرکزونو جوړول مخالفينيو ته دا چانس ورکوي چې د ښوونځيو په څېر روغتيايي مرکزونه هم په نښه کړي . د عامې روغتيا وزارت خپلې اندېښنې له هغه وروسته په ډاگه کړې چې يو روغتيايي مرکز يې په کندهار کې وسله والو مخالفينو په دې پلمه په بمونو والوزاوه چې گواکې نوم ليکنه په کې کېږي . وسله والو مخالفينو لا له وړاندې ويلي چې دوى به د ټولټاکنو پروسه گډوډوي . د روغتيا افغان وزير محمد امين فاطمي وويل دغه خبره يې ځکه تر ولسمشره ورسوله چې د نوم ليکنې پروسې يې د روغتيايي اسانتياو په رسولو سيورى وغوړاوه. ده وويل داچې په ځينو ځايونو کې د نوم ليکنې مرکزونه په کلينيکونو کې دي ، نو له همدې کبله خلک د مخالفينو د بريدونو له وېرې دغو کلينکونو ته نه ورځي . ښاغلي فاطمي زياته کړه وروسته له دې به د نوم ليکنې مرکزونه د کلنيکونو پر ځاى په جوماتونو او تکيه خانو کې جوړ شي. هغه وويل د نوم ليکنې په پروسه کې له روغتيايي مرکزونو نه گټه اخيستل نه يوازې دا چې د دوى د کارونو په وړاندې خنډ گرځي، بلکې وسله والو مخالفينو ته د دې فرصت ورکوي چې په روغتيايي مرکزونو بريد وکړي او هغه وسوځوي . که څه هم د هېواد په لر او بر کې ښوونځي، دولتي ودانۍ او د زده کړې مرکزونه د نوم ليکنې لپاره کارول کېږي، خو تر دې دمه اړوندو وزارتونو څه نه دي ويلي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||