BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:20 گرينويچ 2008 ,18 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د هلمندکډوال: درې کاله راسره مرسته نه ده شوې
 

 
 
افغان کډوال
د 'مختار' په نامۀ كمپ چې د هلمندسېند پرغاړه پروت د ى د لسو زرو په شاوخوا كې كورنۍ مېشتې دي، چې د هېواد له بېلابېلو برخو راغلې دي .
په سويلي هلمند كى د لسو زرو په شاوخواكې کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو سره چې په مختار پنډغالي يا كمپ كى مېشت دي له درېيو کلونو راهيسې مرستې نه دي شوي .

دغه کورنۍ وايي بې وزلۍ، مزدوريو او نورو درنو کارونو ته اړ کړي چې ډېرى کډوالو ته هغه هم نه پيداکېږي .

د کډوالو چارو رئيس دغه ټول شکايتونه مني، خووايي ترخپله وسه يي د هرچادروازه ټكولې ده، په داسې حال کې چې د ژمي سړه هوا لګېدلې ده، دغه کورنۍ وايي ښايي ستونزې يې څو برابره زياتې شي .

د 'مختار' په نامۀ كمپ چې د هلمندسېند پرغاړه پروت د ى د لسو زرو په شاوخوا كې كورنۍ مېشتې دي، چې د هېواد له بېلابېلو برخو راغلې دي .

په دوی کې څوک په خپلو اصلي سيمو کې د سيمه ييزه زورواکو د نارواوو، او څوک د وچكالۍ او جنګ جګړې له امله دلته را کډه شوي دي . په کمپ کې پرتو ځينو بې ځايه شويو کورنيو ځانته خټينې كوډلې جوړې کړې او ځينې يې لا هم په خيمو کې ژوند تېروي .

کوچني هلكان اونجونې ترسترګو کېږي چې لوڅې پښې لوبې سره کوي . مريم يوۀ له هغو ښځوڅخه ده چې د هلمندولايت د باغران له ناومېش څخه وچكالۍ تر دې كمپه رارسولې بي بي سي ته وويل چى د درېيوكلنو راپدېخوا ورسره مرسته نه ده شوې .

افغان کډوال
کډوال په اندېښنه کې دي، چې له را روان ساړه ‌‌‌ژمي سره به څه کوي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې د سرپنا ځای نه لري.

مريم زياتوي چې اولادونه يې كمكي دي دكار توان نه لري خاوند يې سپين ږيرى دى، د راتلونکي ساړۀ ژمي لپاره د کوډلې د تودولو توان نه لري .

دلته د کډوالو لپاره ځينې لومړنۍ اسانتياوې برابرې شوې دي، لكه د چښاك د اوبو ژورې څاګانې كلينيك او يو دوه ښوونځي .

د کتابونو لپاره بکس نه لري

نعمت الله چى د مختار كمپ د ښوونځي د څلورم ټولګي زده كوونكى دى وايي د کتابونو لپاره بکس نه لري، د تفريح په وخت كې ترېنه قلمان او كتابونه ورك وي او په خېمو كې لوست كوي .

دی وايي چى دولت دې د دوى لپاره پاملرنه وكړي او غوښتنه كوي چې د دوی لپاره دې د کتابونو بکسونه وركړل شي او د را روان ژمي لپاره دې د نورو په شان ښوونځی جوړ شي .

په مختار پنډغالي كې د نهو ولايتونو لكه غور، هرات، فراه، بادغيس ،فارياب، شبرغان، ميمنې او اروزګان د هلمند له ولسواليو څخه کورنۍ راغلې دي .

بې کوره شوې افغانه ماشومه
د هلمند د مختار پنډغالي کډوال وايي له يوې خوا دوی نه خوراکي توکي او د سرپنا ځايونه لری، له بل پلوه سوړ ژمی را روان دی او د خپلو ماشومانو په اندېښنه کې دي.

ضياوالدين چې د هلمند د واشير څخه جګړو بې ځايه کړى هم د نورو په په شان وايي چې هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې .

د پنډغالي يو بل اوسېدونکی سيدكريم وايي هغه لږ او ډېر څه چې دوی ته د مرستې په نامه ورلېږل کېږي، سيمه ييزه اړونده چارواکي يي په خپلو کې سره وېشي او يا يې داسې کسانو ته ورکوي چې د دوی په شان ډېراړ نه دي .

په هلمندكې دكډوالو د رياست چارواكو بي بي سي ته وويل چى درې كاله وړاندې يو، اين ،ايچ ، سى ،ار لخوا غنم ، غوړي، كمپلې او داسې نور د ضرورت وړتوکي وركول كېدل، خو د درېيو كلونو راپدېخوا ورباندې مرسته په ټپه درېدلى ده .

په هلمندولايت كى د کډوالو چارو ريس عبدالستارمظهري وايي اوس دغه رياست څه امکانات په لاس کې نه لري چې له بې ځايه شويو کورنىو سره مرسته وکړي .

هغه وويل په کابل کې يې مرکزي دولت او نړيوالومرستنديو ټولونو ته د کډوالو ستونزې ور رسولي، خو تر دې دمه يې مرسته نه ده كړى .

نوموړى زياتوي چې كه له دوی سره مرسته و نه شي د مختار كمپ به له مرګ سره مخامخ شي.

په داسې حال کې چې يو بل سوړ ژمى رانژدې شوى، دغه کورنۍ وايي له يوې خوا د خپلو جونګړو د تودولو وس نه لري، له بل پلوه د مرستو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي او وېره لري چې دغه سوړ ژمى يې ماشومان ترېنه وانخلي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
ولسي جرگه: د تخار ستونزه دې ژر حل شي
18 سپتمبر, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت