BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2008 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کرزی: که ملاعمر خبرو ته راشي ضمانت يې کوم
 

 
 
افغان ولسمشر حامد کرزى
'' زۀ چې وايم د ملاعمر حفاظت غواړم، نړيواله ټولنه دوه غوراوي لري، که راسره موافقه نه وي، له واکه به مې ليرې کوي يا به مې پرېږدي. ''
په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته حامد کرزي وويل چې که په دې ډول حالت کې ور سره بهرنيو مخالفت وکړ نو يا به بهرنيان افغانستان پرېږدي او يا به دى ليرې کوي .

خود سولې د خبرو اترو د پيل لپاره يې د هر ډول شر ط وړاندې کول رد کړل .

ولسمشر حامد کرزي چې تازه له لندن او واشنگټنه کابل ته راستون شوى د خبري ناستې منځپانگه يې له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د پيل او پرمختگ په څرنگوالي را ټوله وه .

سره له دې چې ولسمشر د خپل وروستي سفر په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړي، خو خبريالانو په وار وار له طالب مشرانو سره د خبرو اترو د پيل پوښتنې ځنې کولي .

ښاغلي کرزي وويل له وسله والو مخالفينو سره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دى او ان په دې برخه کې يې پر طالب مشر ملاعمر غږ وکړ چې که له جگړې لاس اخلي او غواړي د خبرو اترو لپاره افغانستان ته راشي نو د ژوند د خونديتوب د ضمانت ورکولو ته يې تيار دى :

'' کله چې ملاعمر او د هغه ملاتړي وغواړي او زه دافغان ولسمشر په توگه د هغه لخوا واورم چې هغوى غواړي افغانستان ته راشي او يا د دغه هېواد د سولې په اړه خبري وکړي او ووايي چې نور افغان ماشومان نه وژني، زه به د افغان ولسمشر په توگه د هغه د خونديتوب لپارهر ډول زمينه برابره کړم .

د طالبانو مشر ملامحمدعمر
د طالبانو مشر ملامحمدعمر لا هم د امريکا په تور لېست کې دی.

که زه ډاډه شم چې د طالبانو مشرتابه د دې وړتيا ولري او لکه زموږ په څېر راشي او خپلو خلکو ته اعلان کړي چې نور سوله غواړي نو زه به يې ضمانت وکړم .''

نو که زه ووايم چې د ملاعمر لپاره خونديتوب غواړم او نړيواله ټولنه نه وي موافقه نو بيا دوى دوه انتخابه لري يا دې ما ليرې کړي اويا دوى کولى شي موږ خوشي کړي . چې دا دواړه ډېر ښه انتخابه دي . که زه د افغانستان د سولې لپاره د دوى لخوا ليرې شم نو ډېر به خوشاله شم . خو تراوسه دغه ځاى ته نه يو رسېدلي زه بايد د طالبانو له مشرانو واورم چې په رښتيا خبرې اوسوله غواړي او دابايد ثابته کړي لکه چې موږ ثابته کړې ده.''

ښاغلي کرزي چې پر دغه موضوع تر نور ځوابونو ډېر ټينگار کاوه وويل چې په هره بيه وي غواړي په افغانستان کې سوله ټينگه کړي .

خو د خبرو اترو د پيل په لړ کې يې د بهرنيا نو د وتلو په گډون د هر ډول شرط وړاندې کول رد کړل چې طالبان يې دخبرو د پيل لپاره له خپله اړخه لومړى شرط بولي :

د افغان ولسمشر ټينگار لکه د پخوا داسې و چې يوازې له هغو کسانو سره به خبرې وکړي چې د افغانستان اساسي قانون ومني .

دارنگه د افغان حکومت او مخالفينو ترمنځ يې د مذاکراتو د پيل په لړ کې د سعودي عربستان او پا کستان لخوا نوي چمتوالي ته هم اشاره وکړه خو په اړه يې دير جزئيات ورنکړل يوازې دومره يې وويل چې په واشنگټن کې يې د سعودي پاچا او پا کستاني ولسمشر سره هم په دې اړه نوي خبرې کړې دي .

په وروستيو څو مياشتو کې له طالبانو سره د خبرو اترو د پيل په اړه بحثونه په کور دن نه او بهر تاوده شوي دي او داسې هېله کېږي چې بلاخره يوه ورځ به دغه وړۍ شړۍ شي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت