|
چارواکي: کابل هوايي ډگر د عايداتو ښه سرچينه ده
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د نړيوال هوايي ډگر چارواکي نوى جوړ شوى ترمينل د عايداتو ښۀ سرچينه بولي او وايي چې په فعالېدو به يې ډېره گټه ترلاسه
کړي .
د کابل د نړيوال هوايي ډگر د چارواکو په وينا دغه گټې به د الوتکو له پروازونو، د موټرونو له پارکېنگ، د دکانونو او رستورانت او د خصوصي سکټورونو د اعلانونو له لارې ترلاسه کړي . د کابل په نړيوال هوايي ډگر کې نوى جوړ شوى ترمينل چې سپين رنگ لري په دوو پوړونو کې په عصري بڼه او په پرمختللووسايلو سمبال جوړ شوى دى . د دغه ترمينل د جوړولو کار په درېيوکلونو کې د جاپان په ٣٥ ميليون ډالرو بشپړ شو . د کابل د هوايي ډگر چارواکي وايي نوى ترمينل د پخواني ترمينل په پرتله پراخ جوړ شوى چې په کال کې يو ميليون مسافر کولاى شي له دغه ترمينله کار واخلي . دغه نوى ترمينل په ٧٢٠٠ متر مربع ځمکې جوړ شوى چې د موټرونو او الوتکو د پارکنگ لپاره هم ځانگړي ځايونه لري . د موټرونو په تم ځاى کې چې ١٨ زره متره مربع ساحه ورته ځانگړې شوې له ٥٠٠ زياتو موټرونوته د پارکولو ځاى برابرشوى او ترڅنگ يې پراخه ساحه د الوتکو د درولو لپاره هم ځانگړې شوې ده .
د کابل د نړيوال هوايي ډگر مشر نجيب اله مقصودي وايي دغه ترمينل په عصري بڼه او په پرمختللو وسايلو سمبال جوړشوى چې مسافرينو ته به ډېرې اسانتياوې برابرې کړې : '' د هوانوردۍ له پلوه چې يو نړيوال ترمينل بايد عصري تخنيکي وسايل ولري دغه ترمينل هم مجهزه او پرمختللى دستگاوى او وسايل لري ، لکه له چيک وروسته د امنيتي مسايلو لپاره د ايکسرې د دوو دستگاوو نصبول او د نوي بگاژ لپاره تسمې هم نصب شوې دي . د دې ترڅنگ په پخواني ترمينل کې موږ شپږ کاونټره لرو چې په نوي کې د چيک لپاره ١٢ کاونټره جوړ شوي، د پروازونو د اطلاعاتو لپاره تابلوگانې هم شته او هر هغو وسايلو ته چې يو نړيوال ترمينل ورته اړتيا لري ټول په دغه ترمينل کې شته .'' د نوي ترمينل په لوى سالون کې لس دوکانونه هم جوړ شوې چې د چارواکو په وينا بيلابيلو خصوصي سکټورونو ته به ورکړل شي . په دغو سکټورنو کې هوايي ، ترانسپورتي او داسې نور شرکتونه شامل دي . د ترمينل په دوهم پوړ کې يو لوى رستورانت او ترڅنگ يې په لومړي او دويم پوړ کې څلور کافي شاپونه ته هم ځاى ورکړل شوى دى . ښاغلې مقصودي زياتوي چې نوى جوړ شوى ترمينل به د عايداتو ښه سرچينه وي او په فعاليدو سره به يې ډېره گټه ترلاسه کړي : '' يو هوايي ډگر د حکومت لپاره دوه ډوله عايداتي سرچينې لري ، يوې ايرو ناټيکل ريونيو دى چې د الوتکو د پروازونو او پارکنگ له لارې گټې ترلاسه کېږي او بل يې نن ايرو ناټيکل ريونيو گټه ده چې ددکانونو، رستورانت، کافي شاپونو، اعلانونو او د موټرونو د پارکنگ له لارى ترلاسه کېږي چې دغه ټولې موضوع گانې زموږ نوى ترمينل لري او د عايداتو ښه سرچينه بلل کېږي .'' اوس مهال له نوي ترمينله سعودي عربستان ته د گڼ شمېر حاجيانو ورتگ پيل شوى چې چارواکي وايي دوه يا درې مياشتې وروسته به له دغه ترمينله نړيوال پروازونه هم پيل شي . د دوى په وينا له پخواني ترمينله به د کورنيو پروازونو په موخه کار واخستل شي .که څه هم دکابل دهوايي ډگر پخوانې ترمينل تېرکال ددوه ميليونو ډالرو په لگښت له سره ورغول شو او ځينې وسايل يې نوي شول خو زيات شمېر مسافرينو د دغه ترمينل له خدمتونو او د اسانتياوو له نشتوالي شکايت لارۀ، اوس يو شمېر خلک په دې باور دي چې د نوي ترمينل په فعالېدو سره به د مسافرينو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د کابل هوايي ډگر د شپې تر ناوخته الوتکې مني 20 اکتوبر, 2008 | خبرونه
هلمند کې هوايي ډگر او صنعتي پارک جوړيږي04 اگست, 2008 | خبرونه
'' د کابل په هوايي ډگر کې نوى ترمينال جوړوو ''26 مۍ, 2008 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||