BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:46 گرينويچ 2008 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په ايتلافي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی
 
په هرات کې د پخواني ځانمرګي بريد عکس
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په چاودنه کې يوولس بهرني پوځيان و‌ژل شوي دي .
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي نن (يکشنبه، د لړم ٢٦) د هرات د هوايي ډگر پر لويه لاره سهار شاوخوا اووه بجې د دوى په ځواکونو ځانمرگى بريد وشو.

ايتلافي ځواکونه وايي په بريد کې دوه بهرني پوځيان ټپيان شوي، خو وسله وال طالبان ادعا کوي، چې ځانمرګي بريد ١١ بهرني پوځيان وژلي يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي .

بهرنيو ځواکونو د ټپي شويو پوځيانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ هم په دغه ولايت کې پر بهرنيو ځواکونو ځانم‍رګی بريد وشو، دوه ايټالوي پوځيان يې ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .

بهرني ځواکونه وايي ټپيان يې روغتون ته لېږدولي او له چاودنې وروسته سيمه افغان او بهرنيو ځواکونو کلابنده کړه .

بل خوا ايتلافي ځواکونو او افغان پوليسو په يوۀ گډه خبرپاڼه کې ويلي چې د زابل په ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې يو وسله وال طالب او بل ولسي وگړى وژل شوي دى .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت