BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
افغانستان: د مميزو صادرات ډېر شوي دي
 

 
 
د ممىزو مارکېټ
په اوسمهال کې د نړيوال بازار په کچه ترکيه او د امريکې متحده ايا لتونه د مميزو صادرولو په برخه کې د افغانستان لوى سيالان بلل کېږي.

په افغانستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد د مميزو صادرات ١٢ په سلو کې ډېر شوي دي، د افغانستان د پراختيا او صادراتو اداره وايي چې د صادراتي توکيو نړيوالو نندارتونونو او د پروسيس او بسته بندۍ پيل کېدو د دغې وچې ميوې د صادراتو د کچې پورته کېدو ته لاره پرانيسته .

دغه اداره وايي که د مميزو پروسيس او بسته بندۍ ته پوره پاملرنه وشي افغانستان به ددغې مېوې يو لوى نړيوال صادرونکى هېواد شي.

د دغې ادارې مشر سيد سليمان فاطمي وايي چې دغه کچه د تېر کال په پرتله ١٢ په سلو کې ډېروالى ښيي.

د روسيې په گډون د منځنۍ اسيا ځينې هېوادونه، هندوستان، او دوبۍ د افغانستان د مميزو اخيستونکي بلل شوي دي.

د افغانستان د پراختيا او صادراتو اداره وايي د دغې وچې ميوې په صادراتو کې ځکه ډېروالى راغلى چې ځينو افغان سوداگرو په دې برخه کې پانگونه کړې او د مميزو د پروسس او بسته بندۍ کارخانې يې جوړې کړې دي.

سربېره پر دې دغه اداره وايي چې نړيوالو نندارتونونو هم د افغانستان د وچې مېوې د معرفي کولو په برخه کې پام وړ رول لوبولى،چې د صادراتو د کچې د لوړولو په برخه کې له پامه نه شي لوېدى .

په اوسمهال کې د نړيوال بازار په کچه ترکيه او د امريکې متحده ايا لتونه د مميزو صادرولو په برخه کې د افغانستان لوى سيالان بلل کېږي.

د افغانستان د پراختيا او صادراتو اداره وايي که د مميزو د پروسيس او بسته بندۍ په برخو کې اړينه پانگونه وشي، دغه وچه مېوه به تر قالينو وروسته تر ټولو گټور صادراتي توکى وبلل شي.

د ځينو اټکلونو له مخه افغانستان د وچې مېوې له درکه هر کال د يو ميليارد ډالرو صادراتو ظرفيت لري. خو په وسمهال کې دغه هيواد هر کال د ١١١ ميلونو ډالرو په ارزښت وچه مېوه نورو هېوادونو ته لېږي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت