|
ولسي جرگه: د تخار ستونزه دې ژر حل شي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسي جرگې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کورنيو او پارلماني چارو وزيران دې په تخار کې د راستنو شويو کډوالو او سيمه ييزو خلکو
ترمنځ ستونزه اواره کړي.
د يادو شوىو وزيرانو ترڅنگ به د سيمه ىيزو ارگانونو او ملي امنيت مشران هم د ولسي جرگې په راتلونکې عمومي ناسته کې د يادې شوې ستونزې د هواري پر لارو چارو وغږيږي. د افغانستان د ولسي جرگې د چهار شنبې ورځې ناسته هم پر همدې موضوع راټوله وه، چې د وکيلانو ترمنځ ناندريز بحثونه په کې وشول. د تخار خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته د راستنو شويو کډوالو او ځايي خلکو ترمنځ ستونزه له څه باندې يوې مياشتې راهيسې پيل شوې ده. ددغې ستونزې په اړه د جرگې غړي يوه خوله نه برېښي. د جرگې يو شمېر غړي د کډوالو او يو شمېر يې هم د ځايي خلکو ملاتړ کوي. د ولسي جرگې د چهار شنبې ورځې په غونده کې د خلکو ډېرو استازو پر حکومت غږ وکړ چې د کورنيو او پارلماني چارو وزيران دې دجرگې له غړو سره يو ځاى د دغې ستونزې د هوارولو هڅې وکړي. دغو وکيلانو يو شمير ځايي چاراکي په دې تورن کړل چې د دوى په وينا په لوى لاس نه غواړي دغه ستونزه حل شي. د ولسي جرگې غړي محمد هاشم فولاد پر دې ټينگار کاوو چې بايد راستانه شوىو کډوالو ته خپلې ځمکي بېرتهورکړل شي. ځيني نورو استازو بيا د ښاغلي فولاد د خبرو خلاف دغه ستونزه يوه حقوقي مسئله بلله او د هيواد د عدلي او قضايي سيسټم له لورې يي د هواري غوښتنه کوله. دولسي جرگي د غړو ترمنځ دغه ناندريز بحثونه دجرگې د مشر محمد يونس قانوني پر هغو خبرو پاى ته ورسيدل چې ويل يې دغه ډول بحثونه ستونزې ته د حل لار نشي موندلاى. ويل کېږي چې په ورته موضوع به د ولسي جرگې د راتلونکې اوونۍ عمومي غونډه د حکومتي چارواکو په شتون کې يوځل بيا بحث وکړي. ويل کيږي تخار ته راستانه شوي کډوال په يوه پخواني محبس کې او سيږي چې د رپوټونو له مخې له سختو ستونزو سره لاس او گريوان دي. |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||