|
'' د غنمو ستراتيژيکې زېرمې جوړوو ''
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د غنمو حاصلات اخستل کېږي، خو په ډېرو سيمو کې بزگرانو خپله غله پورته کړې ده .
افغان چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د حاصلاتو کچه ډېره ښکته ده، د افغانستان د کرنې وزير عبيد الله رامين وايي چې د دغه هېواد په ډېرو ولايتونو کې وچکالۍ د غنمو اتيا په سلو کې کروندې له منځه وړي دي، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په يوه کال کې شپږ ميلونو ټنو غلې ته اړتيا لري . افغانستان له څو کلو راهيسې د غلي دانې له کموالي سره لاس او گريوان دى، د افغانستان د کرنې وزير عبيد الله رامين وايي چې سږکال د تيرو څو کلونو په پرتله د غلو دانو د لاس ته راوړنو کچه بيخي ټيټه ده،نوموړى وايي چې له خوښونکو وړاندوينو سره سره وچکاليو په ډيرو ولايتونو کې د غنمو کروندې وځپلې: '' متاسفانه په دې برخه کې هيوادوالو ته خوښونکى خبر نه لرم،د تير کال په پرتله به سږ کال د غلى کموالى ډير وي،د شويو هڅو او پليو شويو پروگرامونو له کبله مو انگيرله چې سږ کال به خوراکي توکيو ته ډېره لږه اړتيا ولرو او په څو کلونو کې به له دې درکه پر ځان بسيا شو خو داسې ونه شول .'' د کرنې وزير د سږنيو حاصلاتو کره شميرې وړاندې نه کړې ځکه چې وايي د غلو پورته کول ادامه لري،کارپوهان انديښنه لري چې سږ کال به افغانان د غلې دانې له سخت کموالي سره مخامخ شي. خو ښاغلى رامين وايي چې دوى د ستونزې د هواري په موخه ځينې چارې سنجولي دي: '' موږ له نړيوالې ټولنې نه غوښتي دي چې د ٤٠٤ ميلونو ډالرو په ارزښت راسره د ٢٠٠ زره ټنو غنمو مرسته وکړي، زه ډاډه يم چې نړيواله ټولنه به راسره ددغو مرستو ژمنه وکړي، دويمه خبره داده چې موږ د ستراتيژيکوزيرمو د جوړولو په موخه ٥٠٠ زره ټنه غنم په پام کې نيولي دي چې اکمالاتي پلان يې جوړشوى دى دولت ددې کار لپاره ٥٠ ميلونه ډالر ځانگړي کړي دي،خو ارزښتناکه خبره داده چې خصوصي سکتور په دې برخه کې ډير فعال دى زموږ هڅه ده چې نور هم بايد فعال شي.'' ښاغلي رامين وويل چې دوى به د احتکار مخه نيسي او د غلې دانې گمرکي ماليات به نه اخلي . د شتو شمېرو له مخې افغانستان هر کال شپږ ميلونو ټنو غلو ته اړتيا لري،خو اوسنى حالت ددې څرگندونه کوي سږ کال به د افغانستان د غلو بازارونه له سخت کمبود سره مخامخ شي. |
ورسره تړلي نور خبرونه
سيلابونو بزگرانو ته سخت زيان اړولى 04 اگست, 2008 | خبرونه
په غزني کې سيلابونو سخت مالي زيان اړولي 02 اگست, 2008 | افغانستان
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||