11:49 گرينويچ 2008 ,23 جولاى
اسدالله جلالزى
له غزني څخه
د غزني ولايت چارواکي وايي د هندوانو او سکانو د درمسال دوه پوړيزه ودانۍ د رغاونې چارې پاى ته رسېدلې، چې اوسمهال گټې اخيستنې ته چمتو ده .
د غزني والي ډاکټر محمدعثمان عثمان د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه کې د خپلې وينا پرمهال وويل د هندوانو او سکانو دغه دوه پوړيزه ودانۍ، چې په دې وروستيو کې يې د رغاونې چارې بشپړې شوې دي، اوس گټې اخيستلو ته تياره ده .
ښاغلي عثمان دغه خبرې د يادې شوې ودانۍ د پرانيستلو د غونډې پرمهال کولې .
عثمان په غزني ولايت کې مېشتو هندوانو او سکانو ته ډاډ ورکړ چې حقونه يې په دغه ولايت کې خوندي دي .
دغه دوه پوړيزه درمسال په اساسي او پاخه ډول جوړ شوى دى .
په دغه درمسال کې د ناستې د کوټې، پخلنځي او خوړنځي سربېره د عبادت پراخه ځاى هم جوړ شوى دى .
د رغاونې په چارو کې د غزني ولايت چارواکو او د دغه ولايت د بيارغاونې يا (پي ار ټي ) ډلې مرسته ورسره کړې ده .
په غزني کې د مېشتو سکانو يوه استازي بي بي سي ته وويل چې : '' موږ له افغان حکومت، په ځانگړي ډول د غزني له چارواکو مننه کوو، چې په داسې تنگ وخت کې يې راسره مرسته وکړه '' .
د غه استازي زياته کړه : '' موږ دغه ودانۍ ته ډېر خوشاله يو، ځکه چې هرکال به زموږ جشن ته د افغانستان له نورو سيمو هندوان راتلل او زموږ ځاى تنگ و، چې اوس مو دغه ستونزه هواره شوه ''.
دغه درمسال د غزني د لرغونو مينارو ته څېرمه په ٥٧٠ کيلومتره مساحت کې جوړ شوى دى ، چې ټول ټال پرې يولک او پنځوس زره امريکايي ډالره لگښت راغلى دى .
ياده دې وي چې په غزني ولايت کې شاوخوا ١٥٠ کورنۍ هندوان مېشت دي، چې ډېرى يې په سوداگريزو چارو او هټيو کې بوخت دي .