BBCPashto.com

06:35 گرينويچ 2008 ,20 جولاى

عبدالمالک عاصم
په کابل کې

د ځواني مرگ روحاني څلوېښتي پوره شوه

افغان چارواکي وايي چې د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني د وژنې په پلټنو کې يو لړ پر مختگ شوى .

چارواکي د پلټنو نور جزييات نه ورکوي، خو د ښاغلي روحاني کورنۍ او خبريالان له دولته د وژونکو د ژر مالومولو غوښتنه کوي .

ښاغلى روحاني د تېرې ميلادي مياشتې په ٧ نېټه لادرکه او يوه ورځ وروسته يې مړى د لښکر گاه ښار ته نژدې وموندل شو.

د خبريال عبدالصمد روحاني د وژنې څلوېښتي پوره شوه، خو لانده ما لومه چې هغه چا او دڅه لپاره وواژۀ، د عبدالصمد روحاني ورور حضرت محمد وايي چې هره ورځ کورته له ننوتو سره سم يې د ورو دوه کونډې او مور ترې پوښتي چې د دوى د خاوند او ځوانيمرگ زوى د وژونکو کيسه چېرته ورسېده .

د هلمند والي گلاب منگل وايي چې د خداى بښلي روحاني د وژونکو د موندلو هڅې يې روانې دي، خو په ډاگه يې کړه چې ددغې پېښې د پلټنې په لړکې له ستونزو سره مخا مخ شوي دي .

ښاغلى منگل ډاډ ورکوي چې دروحاني وژونکي به خا مخا ما لوموي .

دروحاني کورنۍ ، خپلوانو او د خبريالانو ټولنې لا هم په تمه دي چې کيدى شي حکومتي چارواکي د روحاني وژونکى پيدا کړي .

د خبريالانو د دفاع د ټولنې مشر ضيا بوميا وايي چې که دافغان حکومت پلټنې بريالى نشوي د ژورنا ليستانو د کار او ژوند دخونديتوب لپاره به له نړيوالو د مرستې غوښتنه وکړي .

د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني دجون په ٧ نيټه د هلمند په مر کز لښکر گاه کې لادرکه او يوه ورځ وروسته يې په ډزو ويشتل شوى مړى د ښار په پنځه کيلومترۍ کې وموندل شو .

په افغانستان کې خبريالان وايي چې د ښاغلي روحاني تر وژنې وروسته تر پخوا د زيات خطر احساس کوي او يو شمېر گواښل شوي دي .