|
افغان حکومت: له بهره پېرل شوي غنم زېرمه کوو
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي په کور دننه د بزگرانو د کرنيزو حاصلاتو د ښه بازار موندنې په نيت غواړي له بهره پېرل شوې غنم د اوس لپاره زېرمه
کړي .
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې تړون له مخې په پام کې ده چې په راتلونکو دريو مياشتو کې ٥٠ زره ټنه غنم له پاکستان افغانستان ته وارد شي . د دغو پيرل شويو غنمو لومړۍ جوبه د چهار شنبې ورځ افغانستان ته وارد شوه . چارواکي وايي افغانستان سږ کال دوه ميليونو ټنو غنمو ته اړتيا لري چې د دغو اړتياو د پوره کولو په نيت به ډير ژر افغان پلاوي روسيې او اکراين ته واستول شي . له هغه وروسته چې پاکستان- افغانستان ته د غنمو په صادراتو بنديز ولگاوه د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې د پام وړ لوړې شوې . هغه مهال افغان حکومت اعلان وکړ چې د اړتياو د پوره کولو او د خوراکي توکو د بيو د را ټيټولو لپاره غواړي له بهره غنم وپېري . د هغه تړون له مخې چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د کابل او اسلام آباد ترمنځ لاسليک شو افغان حکومت د نژدې شلو ميليونو ډالرو په ارزښت ٥٠ زره ټنه غنم له پاکستانه وپېرل . له پاکستانه د دغو غنمو لومړۍ جوبه د چهاشنبې په ورځ افغانستان ته وارد شول او پاتې نور به يې په راتلونکو درو مياشتوکې د تورخم او سپين بولدک له پولو افغانستان ته لېږدول کېږي .
افغان حکومت وايي له بهره پېرل شوې غنم به پر حکومتي کارکوونکو او بې وزلو کورنيو په ارزانه بيه وپلوري . د افغانستان د سوداگرۍ وزارت مرستيال ضياوالدين ضيا بي بي سي ته وويل د اوس لپاره پېرل شوې غنم د افغانستان په بازارونو کې د کورنيو غله دانو د ښه بازار موندې په نيت زيرمه کېږي . ښاغلي ضيا زياته کړه په پام کې ده چې په نژدې راتلونکي افغان پلاوي دنورو غنمو د اخيستو په نيت روسيې او اکراين ته ولاړ شي . د افغانستان د کرنې وزارت وايي سږ کال د کورنيو اړتياو د پورکولو لپاره دوه ميليونو ټنو نورو غنمو ته اړتيا لري . چارواکي وايي د دغو غنمو ډېره برخه به د پانگوالو له لوري افغانستان ته وارد شي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||