BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2008 ,23 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
لاريون کوونکي: لطيف پدرام دې محاکمه شي
 
لاريون کوونکي په ننگرهار کې (عکس د پژواک)
لاريون کوونکو دا گواښ هم کړى که چېرې حکومت د پدرام په اړه غبرگون ونه ښيي، نو ختيځ ولايتونه به په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي .
د افغانستان په ننگرهار ولايت کې لاريون کوونکو د غازي امان الله خان پرضد د لطيف پدرام د ادعاشويو بدرودو ويلو پروړاندې لاريون وکړ او د ده محاکمه يې وغوښته .

لاريون نن چارشنبه (د جولاى ٢٣) سهار په نهو بجو پيل او د جلال اباد په سلگونه ښاريانو پکې گډون کړى و .

لاريون کوونکي لاريون په سوله ييز ډول د پښتونستان له واټ نه پيل او د غازي امان الله خان په مزار يې د يوې لنډې غونډې په کولو سره پاى ته ورساوۀ .

لاريون کوونکو د (پدرام مرده باد) شعارونه له ځانه سره لېږدول او له افغان حکومته يې د ده د گوند د منحلولو او د ده د محاکمې غوښتنه يې وکړه .

د ملي کنگرې مشر لطيف پدرام په خپلو خبرو کې غازي امان الله خان په سپکو سپورو الفاظو ياد کړى و.

په لاريون کې ځينو ژورنالېستانو او فرهنگپالو هم برخه اخيستې وه، او له افغان ولس نه يې وغوښتل چې د پدرام د څرگندونو په اړه ولس خپل غبرگون وښيي .

لاريون کوونکو پدرام په افغانستان کې ژبنيو تعصبونو ته په لمن وهلو تورن کړ .

د لاريون په پاى کې مظاهره کوونکو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې د پدرام د محاکمې غوښتنه شوې وه .

لاريون کوونکو دا گواښ هم کړى که چېرې حکومت د پدرام په اړه غبرگون ونه ښيي، نو ختيځ ولايتونه به په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي .

پرېکړه ليک له نړيوالو سازمانونو څخه هم د ده په محاکمه کولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده .

لاريون کوونکو د افغانستان له ولسي جرگې نه هم د پدرام په اړه د پرېکنده فيصلې غوښتنه وکړه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت