|
چاودنې د چپرهار امنيه قومندان وواژۀ
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې د يوې بمي چاودنې له امله د چپرهار امنيه قومندان وژل شوى او د هغه دوه ساتونکي ټپيان شوې
دي .
خو د هېواد په لوېديځ ولايت فراه کې بيا يوه ښځينه ښوونکې له خپلو دوو ماشومانو سره يو ځاى د ناپېژندل شويو کسانو له لوري تښتول شوې ده . د ننگرهار ولايت د چپرهارامنيه قومندان هغه مهال ووژل شو چې ولسوالۍ ته په لاره و. په دغې پيښې کې د ده دوه ساتونکي هم ټپيان شوې دي .که څه هم د دغې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې خو ډېرى وخت پرنړيوالو او حکومتي ځواکونو د داډول چاودنو پړه طالبان په غاړه اخلي . د چپرهار ولسوالۍ تورې بوړې ته نژدې د ننگرهار په سويل کې پرته ده چې کله نا کله ترې د ناامنيو خبرونه رارسيږي . د فراه ولايت د پوهنې مشرعتيق الله دغه خبره مني او وايي چې تر اوسه د دغې ښوونکې د برمته کېدو لامل نه دى څرگند . د فراه ولايت په څلورمې ناحيې کې دغه ښځينه ښوونکې له خپلو دوو ماشومانو سره چې عمرونه يې له لسو کلونو ښکته دي هغه مهال وتښتول شوه چې کور ته په لاره وه . افغان چارواکي وايي د دغې ښوونکې د موندلو لپاره هڅې پيل کړې دي . هاخوا په افغانستان کې نړيوال ايتلافي ځواکونه هغه راپورونه ناسم گڼي چې په فراه ولايت کې يې څلور سرتېري وژل شوې دي . نړيوال ځواکونه وايي په فراه کې د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې د دوى څلور سرتيري ژوبل شوې چې د بگرام په هوايي ډگر کېد درملنې لاندې دي . د يو بل خبر له مخې په افغانستان کې ميشت نړيوال ځواکونه وايي په وردگو کې يې د ځوابيه بريد په ترح کی يوشمېر اورپکي وژلي دي . له بگرامه د نړيوالو ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو اورپکو شمېر نه دى ښودل شوى . د ايساف ټپي سرتېرى ومړ همدارنگه په کابل کې د آيساف ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرو لو ويلي چې د دوى يو سرتېرى د سختو ټپونو له امله مړ شوى دى . په خبرپاڼې کې د دغه سرتېري هويت نه دى په ډاگه شوى خو راغلي چې د آيساف دغه سرتيرى د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ د يوه بريد په ترڅ کې ژوبل شوى و. |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||