|
خصوصي سکتوربه سږني حاجيان سعودي ته استوي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره يو شمېر حاجيان د خصوصي سکتور پرمټ سعودي عربستان ته استوي .
د دغه وزارت د چارواکو په وينا که سږکال خصوصي سکتور دحاجيانو لېږدولو چارې په بريالۍ توگه پرمخ بوځي، په راتلونکو کلونو کې به د ټولو حاجيانو د لېږد چارې خصوصي سکتور ته وسپاري . هر کال لسگونه زره کسان له افغانستان نه د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي چې نژدې هر کال يې د لېږد رالېږد په اړه د يو شمېر ستونزو د پيدا کېدو خبرې کېږي . که څه هم خصوصي سکتور به د سږ کال لپاره سعودي عربستان ته د تلونکو افغان حاجيانو يوازې د درېيمې برخې د لېږد چارې پرمخ بيايي، خو بيا هم چارواکي د حاجيانو د لېږد د خصوصي کولو پر لور يو لوى گام بولي . افغان حکومت له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د دغه کار د پرمخ بېولو لپاره يوه کمېسيون ته دنده سپارلې وه . د ياد شوي کمېسيون غړى او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وايي، حکومت هڅه کوي له دې لارې هغه ستونزې چې پخوا د حاجيانو د لېږد رالېږد په برخه کې موجودې وې پاى ته ورسوي . '' بنسيزه موخه له دواړو خواو سره مرسته او همکاري ده، يعنې له سوداگر او حاجي سره، موږ غواړو زموږ هغه وروڼه چې غواړي د خداى کورته ولاړ شي، په ډېر درناوي په يوه فوق العاده او ښه چوپړ د خصوصي شرکتونو پرمټ سعودي ته ولېږدول شي او هيله لرو چې په ډېره ښه توگه د هغوى خدمت وشي ''. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم چې د ياد شوي کميسيون مشري کوي وايي، هڅه کوي د خصوصي سکتور سږنى کار چې دغه وزارت يې آزمايښتي کار بولي، له نژدې وڅاري او د برياليتوب په صورت کې يې په راتلونکو کلونو کې د حاجيانو د لېږد چارې ټولې خصوصي سکتور ته وسپاري . د سږکال لپاره به د ټولو دېرش زره افغان حاجيانو له ډلې لس زره تنه د ١٢ افغاني شرکتونو لخوا سعودي عربستان ته لېږدول کېږي. د تړون له مخې به د حج په لړ کې ټول لگښتونه، د تگ راتگ چارې، د حاجيانو د اوسېدو ځاى او داسې نور د هغو پيسو په بدل کې چې يو حاجي يې اړونده شرکت ته ورکوي د خصوصي سکتور لخوا برابرېږي. د حج او اوقافو وزارت وايي، چې د شرکتونو د نه کار کولو په صورت کې يې له هغوى نه دومره پيسې په ضمانت اخيستي، چې دلته يا په سعودي کې د حاجيانو ستونزې ورباندې اوارې کړي . د حاجيانو د لېږد د يوه شرکت حرمين شريفين مشر حاجي خليل الله ژمنه وکړه چې افغان حاجيان به د پخوا په پرتله په ښو شرايطو او آسانتياو عربستان ته لېږدوي . له افغانستان نه چې نژدې سل په سلوکې خلک يې مسلمانان دي، هرکال لسگونه زره خلک د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، خو د تلو او راتلو پر مهال ورته يو لړ ستونزې پيدا کېږي . په دې اړه ډېرى نيوکې د دغه هيواد د حج او اوقافو وزارت پر چارواکو کېږي چې گنې د حاجيانو لپاره هغه اسانتياوې چې لازمې دي نه برابروي . خصوصي سکتور ته د حاجيانو د لېږد د چارو سپارل د حج او اوقافو وزارت په وينا د دغې چارې د سمون يوه هڅه ده، خو داچې اغېز به يې څومره وي، راتلونکې به يې په ډاگه کړي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||