|
طالبان : د پکتيکا د والي وياند مو وژلى دى
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پکتيکا چارواکو ويلي چې تېره شپه د دغه ولايت د والي وياندمحمديارغمى خان د وسله والو له خوا په خپل کور کې وژل شوى دى .
د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک رسنيو ته ويلي چې ښاغلى غمى خان د پکتيا د مرکز په اړونده زاوو سيمه کې، چې د دغه ښار قل اردو ته په درې کيلومترۍ کې واټن لري، په خپل کور کې د وسله والو له خوا وژل شوى دى . بل خوا د پکتيا د والي وياند روح الله سمون بي بي سي ته وويل چې د شپې مهال وسله وال پر دېواله د محمد يار غمي خان کور ته ور اوښتي او هلته يې بريد ورباندې کړى دى . د ښاغلي سمون په وينا، په بريد کې د پکتيکا د والي وياند وژل شوى او د ده مور، مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي . ښاغلى سمون وايي چې وسله والو له ځانه سره د محمد يار غمي خان ورور ثابت الله هم له خپل ځانه سره ژوندى بېولى دى . ټپيان د گردېز صحي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى . سيمې ته امنيتي کارکوونکي تللي چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي . د محمديارغمي خان د وژنې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده . د دغې ډلې يوۀ تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته له نامعلوم ځايه د تيلېفون په کرښه ويلي چې د پکتيکا د والي وياند د دوى جنگياليو وژلى دى . ښاغلي مجاهد دا هم وويل چې د محمد يار غمي خان ورور يې له ځانه سره ژوندى بېولى دى . د چنگاښ مياشتې پر ٣٠ هم د پکتيکا ولايت په اومنه او چارباران ولسواليو کې د دوو قومي مشرانو په گډن د وسله والو کسانو له خوا څلور کسان وژل شوي وو. |
ورسره تړلي نور خبرونه
پوليسو د زرمت ١٣ لاريون کوونکي ټپيان کړل14 جون, 2008 | خبرونه
ايتلاف: پکتيکا کې مو ' جنگيالي ' وژلي11 جون, 2008 | خبرونه
د پکتيکا ځانمرگي بريد څلور پوليس ټپيان کړل19 مۍ, 2008 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||