BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:53 گرينويچ 2008 ,22 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
'' په فراه کې چاودنې څلور بهرني سرتېري وژلي ''
 

 
 
بهرني سرتېري په فراه کې
بهرنيو ځواکونو لا تراوسه په فراه ولايت کې خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي .
د فراه ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت د بکوا- دلارام ترمنځ د سړک پرغاړه د ماين په چاونه کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي .

د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي بي بي سي ته ويلي چې د نړيوالو ځواکونو دغه څلور سرتېري د بکوا – دلارام ترمنځ د لارې د غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي .

خو لا تراوسه بهرنيو ځواکونو د خپل څلورو سرتېرو د وژل کېدو پخلى نه دى کړى .

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دغې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى و .

بل پلو د همدې ولايت د بالا بلوک ولسوالۍ په شېوان سيمه کې طالبانو د افغان او بهرنيو ځواکونو پر کاروان بريد کړى .

د فراه چارواکي وايي په بريد کې دوه پوليس وژل شوي څلور نور ټپيان دي .

سيمه ييز امنيتي چارواکي د لسگونو طالبانو د وژلو او ټپي کېدو ادعا کوي .

د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي هم ادعا کړې چې افغان ا وبهرنيو ځواکونو ته يې دغلته د سر دروند زيان ور اړولى دى .

په خوست کې چاودنې څلور ولسي وگړي ووژل

بل پلو د سوېل ختيځ ولايت خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د سپرلۍ يو گاډى د لارې د غاړې په ښخ شوي بم ور برابر شوى .

سيمه ييزو چارواکي وايي په پېښه کې څلور ولسي وگړي، چې يو يې ښځه او يو کوچنى دى وژل شوي .

طالبانو څلور وروڼه پوليس ووژل

له بلې خوا د غزني دو الي وياند اسماعيل جهانگير وايي په قره باغ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره شپه څلور وروڼه پوليس وژلي .

که دلته پوليس وژل شوي، خو په ختيځ کونړ ولايت کې وسله وال طالبان وايي هغه درې نيول شوي پوليس يې د سپين روبو په غوښتنه خوشي کړي .

دغه پوليس تېره ورځ د چپې درې د ولسوالۍ پر ودانۍ تر بريد وروسته طالبانو نيولي وو .

چارواکي وايي د طالبانو يو مړى د ولسوالۍ په انگړ پاتې شوى و، چې هغه يې هم طالبانو ته ورسپارلى .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت