|
د افغانستان ملي شورا خپلې غونډې بياپيل کړې
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ملي شورا تر دوبنيو رخصتيو وروسته نن بيا خپلې غونډې پيل کړې .
دا د دواړو جرگود درېيم کال د دويم پړاو پيل دى، سږکال د لومړي پړاو په وروستيو وختونو کې په ولسي جرگه کې د ټاکنو د قانون د څېړلو پر مهال د کوچيانو او يوې بلې ډلې تر منځ توپيرونه پيدا شول، او پايله يې دا شوه چې د ټاکنو قانون کره نه شو . د ولسي جرگې لومړى منشي وايي چې دا ځل يې د دغې ستونزې د مخنيوي په موخه يوه مناسبه لاره سنجولې ده . د کال د دويم پړاو د اجنډا له مخه به په ولسي جرگه کې پر يو شمېر قوانينو خبرې وشي، او د امنيت د ښه کولو لارې چارې به وپلټل شي . د افغانستان ملي شوراد يوې نيمې مياشتې دوبنيو رخصتيو وروسته په کابل کې خپلې ورځنۍ غونډې پيل کړې، د ولسي جرگې لومړي منشي عبدالستار خواصي وويل چې د کال په دويم پيل شوي پړاو کې به د عامې روغتيا، د لوړپوړو چارواکو د معاشونو، ټاکنواو لوړو زده کړو پر قوانينو خبرې اترې وکړي او تصويب به يې کړي . نوموړي وويل چې د پاريس غونډه او نا ډاډمن امنيتي حالات د دې غوښتنه کوي چې د افغانستان د ملي پرمختيا تگلاره هم وځيړل شي . د کال د لومړي پړاو په وروستيو کې په ولسي جرگه کې د کوچيانو او ځينو نورو استازو تر منځ د ټاکنو د قانون د يوې مادې د تصويب پر مهال شخړه جوړه شوه چې شاوخوا يوه مياشت روانه وه ،او دادې هماغه شخړه نوي پړاو ته په ميراث کې پاتې شوه . خو د ولسي جرگې لومړى منشي عبدالستار خواصي وايي چې دا ځل يې ددې ستونزې د هوارولو په موخه يوه چاره سنجولې ده. يوازې دا ستونزه نه وه چې د ولسي جرگې د کارونو د پرمختگ لاره يې ډپ کړې وه، بلکې د يو شمېر استازو پرلپسې ناسوبتيا هم کارونه له مخکې تلو نه ايسار کړي وو . خو ښاغلى خواصي وايي چې دا ځل به هم د نا سوبو استازو نومونه له رسنيو اعلان کړي او په دې توگه به ددې چارې مخه ونيسي . د افغانستان د عدليې وزير سرور دانش د استازوله خوا د قوانينو د تصويب بهير پڅ بللى او ويلي يې دي که د ولسي جرگې راروان وخت هم همداسې وي افغانستان به د قانون جوړونې په برخه کې له يوې تشې سره مخامخ شي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||