|
شاوخوا٣٥ کاله وړاندې شاهي نظام پرجمهوري واوښت
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن د چنگاښ د مياشتې ٢٦ نېټه ده چې شاوخوا ٣٥ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سردار محمد داود خان له لوري د
يوې کودتا په ترڅ کې جمهوري نظام رامنځ ته شو .
دغې کودتا په افغانستان کې د ظاهر شاه څلوېښت کلنۍ دورې ته د پاى ټکى کېښود . خو څو کاله وروسته د سردار داود خان نظام هم په ورته برخليک اخته شو او په ترڅ کې په خپله ولسمشر هم ووژل شو چې جسد يې تر نژدې يوې مياشتې وړاندې پورې نادرکه و. افغان حکومت شاوخوا يوه مياشت وړاندې اعلان وکړ چې د داود خان جسد يې موندلى دى او اوس پلټنې روانې دي چې جسد معلوم شي . د افغانستان لومړى ولسمشر داود خان و چې په هېواد کې يې د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام اعلان کړ . داود خان د ١٣٥٢ لمريزکال د سرطان د مياشتې په ٢٦ نېټه د يوې کودتا په ترڅ کې د خپل د اکا زوى ظاهرشاه څلوېښت کلن نظام ړنگ کړ . دسياسي شننونکو له انده د داود خان د کودتا اصلي لامل هغه محدوديتونه ول چې د شاهي نظام له لوري د ده د سياسي فعاليتونو دمخنيوي پرموخه لگول شوي ول . افغان سياسي شننونکى حبيب الله رفيع وايي د هغه مهال د اساسي قانون له مخې داود خان نشو کولى چې د هېواد په لوړو څوکيو کې دنده ترسره کړي . خو يو شمېر نورکتونکي بيا د شاهي نظام سياسي څپڅپانده حالت د داود خان د کودتا اصلي لامل بولي . افغان کارپوه اسحق نگار گر وايي داود خان ځگه کودتا وکړه چې له روان سياسي څپڅپانده حالت څخه ځان او سلطنتي کورنۍ وباسي . عادي افغانان د داود خان پنځه کلنې دورې ته په افغانستان کې د پرمختک او ابادۍ د دورې په سترگه گوري . داود خان په خپله دوره کې يو شمېر اصلاحات پيل کړل . ښاغلى رفيع وايي په دغه دوره کې د لومړي ځل لپاره د انډوليزې اقتصادي پراختيا اعلان وشو،او په ټولو ولايتونو کې پراختيايي چارې پيل شوى او يو شمير افغانانو ته په کور دننه او تک لپاره لارې هوارې شوى .
د ښاغلي رفيع په وينا سرداد داود د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې يوه ځانگړې اقتصادي تگلاره جوړه کړه چې،له مخې بهرنيو پانگوالو په بيلابيلو پراختيايي برخو کې پانگونې وکړي او ډير شمير يې خلک يې په کار وگمارل . د ښاغلي دادو خان د نظام په لومړي سر کې افغانستان يوازې له پخواني شوري اتحاد سره تاوده اړيکي درلودل،او نورو گاونډيو هيوادونو سره يې اړيکي ساړه ول،او له پاکستان سره ان خبره د جگړې پولې ته ورنژدې شوې وه. داود خان وروسته هڅه کوله چې له خپلو گاونډيانو او نړيوالو سره اړيکي ښه کړي. ده وويل د داود خان دنظام په پرځولو کې پخواني شوروي مخامخ لاس درلود خو د ده په وينا،د جمهوري نظام د پرځيدو يو بل ستر لامل د داود خان په کابينې کې د ځيني کمزورو کسانو شتون و چې ونشو کړى د کودتا مخه ونيسي . خو د دادو خان د کابينې يو وزير حسن شرق بيا د دغه نظام يو ستر لامل د جمهوري غوښتونکو په منځ کې خپل منځي اختلافات بولي : '' له بده مرغه د رژيم د پرځيدو يو ستر لامل دا وه د جمهوري غوښتونکو ترمنځ خپل منځي اختلافات ول،او بله دا وه چې د جمهوريت او جمهوري غوښتونکو موخه دا وه هغه کسان چې د افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاسوهنې کوي او دغه راز له بهرنيو هيوادونو سره اړيکي لري بايد په څنگ شي چې داسې ونشول .''
سره له دې چې په افغانستان کې د داود خان جمهوري نظام عادي افغانان او سياسي کارپوهان دپراختيا او پرمختک دور بولي خو، د هغه پر سياسي چال او چلند هم نيوکي کېږي . ښاغلى رفيع وايي د دغه حکومت يوه بله ستونزه دا وه چې، ولسمشر داود په يوازې سر حکومتي تصميونه نيول . د داود خان د ملگرو او کورنيو د غړو په ويناهغه يو نظامې و،چې د ژوند په چارو کې له ډير جديت سره کار اخيسته . د داود خان لمسي محمود غازي په ويناد ده نيکه خبره ده چې تصميم د بري لومړى شرط دى : '' زما له انده له خلکو سره په ډير نزاکت او صميمت چلند کاوۀ، خو ډېر قاطع او جدي سړى و، د هغه خپله وينا ده چې تصميم د بري لومړى شرط دى .'' سره له دې چې د عادي افغانانو په منځ کې داود خان ته د يو تند مزاجه او جدي کس په سترگه کتل کيږي، خو ښاغلى ولي باز چې داود خان يې له نژدې پيژانده وايي نوموړى داسې کس و چې غوښتل کلک انظباط او ډسپيلين په خپلې کورنۍ او نورو خلکو يو ډول پلي کړي. د داود خان پنځه کلن جمهوري نظام د ١٣٥٧ لمريز کال د غويي په اوومې نيټې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته د کمونيستي پوځ له لورې وپرځول شو او د داود خان نظام ته يې د پاى ټکى کيښود. په کودتا کې داود خان د خپلې کورنۍ له غړو سره يوځاى ووژل شو . ٣٠ کاله وروسته افغان حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان او دهغه د کورنۍ د غړو مړي يې په کابل ښار کې دوو ډليزو قبرونو کې وموندل چې اوس د داود خان د مړي پېژندنې پلټنه يې پيل کړې ده . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||