BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:47 گرينويچ 2008 ,13 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د اروزگان ځانمرگي بريد ٢١ کسان ووژل
 

 
 
اروزگان
په وژل شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي .
د افغانستان په اروزگان ولايت کې ځانمرگي بريد ٢١ کسان ووژل او تر ٤٠ زيات ټپيان کړي دي .

ځانمرگى بريد د اروزگان ولايت په د هراود ولسوالي کې نن يکشنبه (د جولاى١٣) شاوخوا لس نيمې بجې وشو .

ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته وويل چې بريد کوونکى پر موټر سايکل سپور و او د دهراود ولسوالۍ پر لويه څلور لارې يې د پوليسو ولاړ موټر په نښه کړ.

د اروزگان امنيه قوماندان جمعه گل همت بي بي سي ته وويل چې تر دا مهاله ٢١ کسان وژل شوي چې څلور يې پوليس او ١٧يې ولسي وگړي دي .

ده دټپيانو شمېره ٤٣ کسان ياده کړه، چې ٥ يې پوليس او ٣٨ يې عام وگړي دي .

ښاغلي همت زياته چې دغه ځانمرگى بريد د پوليسو د يوې لېوا پر قومندان نورمحمد همکار شوى دى .

دده په وينا په بريد کې نوموړى قومندان له خپلو څلورو پوليسو سره وژل شوي دي .

ددغه بريد پړه لا تراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

په وژل شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي .

سيمه ييز خلک وايي چې له چاودنې وروسته هرې خوا ته مړي او ټپيان پراته ول چې ډېرى يې د بازار هټيوال او ولسي وگړي دي .

په دې وروستيو کې دغه دويم ځانمرگى بريد دى چې پکې په ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوړي .

تر دې وړاندې تېره اوونۍ په کابل کې د هند سفارت په نښه کړ چې په کې ٤٠ کسان ووژل شول او ترې ١٤٠ ډېر نور ټپيان شول .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
يو قومندان درې پوليس ووژل شول
07 جولاى, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت