BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:59 گرينويچ 2008 ,24 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سپنتا: نژدې ورځو کې له پاکستانه غنم پېرو
 

 
 
سپنتا
د ښاغلي سپنتا په وينا پاکستان په دې هم سلا شوى چې هند ددغه هيواد له لارې افغانستان ته غنم وليږي .
افغان حکومت وايي په نژدې راتلونکي کې به له پاکستان سره د غنمو د اخستلو او راليږلو په چارو خبرې پيل شي .

دغه خبره په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير چې پاکستان ته ددوه ورځني سفر په موخه تللى و ،د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړه .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا په روښانه ټکو کې ونه ويل چې افغانستان به له پاکستانه څومره غنم په پيسو واخلي او کله به يې راوارد کړي .

خو دا يې زياته کړه چې ډير ژر به ددغه هيواد د سوداگرۍ وزير پاکستان ته ولاړ شي او له پاکستا ني چارواکو سره به د غنمو د رانيولو په لارو چارو خبرې وکړي .

د ښاغلي سپنتا په وينا پاکستان په دې هم سلا شوى چې هند ددغه هيواد له لارې افغانستان ته غنم وليږي .

له پاکستانه د غنمو د رانيولو په اړه هوکړه وشوه،او ډير ژر به د افغانستان د سوداگرۍ وزير پاکستان ته ولاړ شي چې د غنمو د رانيولو د څرنگوالي په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي..

افغانستان ته دپېريدل شوو غنمو ياد هندوستان له لورې احتمالآ د ډالۍ شوو غنمو د ليږد پر موضوع هم بحث وشو چې پرې هوکړه وشوه.

افغان حکومت پر داسې مهال له پاکستانه د غنمو د اخستلو خبره کوي چې په دغه هيواد کې د غنمو سربيره د خوراکي توکو بيې په بېسارې ډول لوړې شوي او د خلکو انديښنې يې زياتې کړي دي .

د خوراکي توکو د بيو د لوړيدو ستونزې ته په کتو سره افغان حکومت اعلان وکړ چې له بهرنيو هيوادونو نه به د پنځوس ميليونو ډالرو په ارزښت خوراکي توکي راوليږدوي .

بل خوا د افغانستان ولسي جرگې د پنجشنبې په ځانگړې عمومي ناسته کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د غنمو د اخستلو چاره دې گړندۍ کړي .

ددې ترڅنگ افغان حکومت د خوراکي توکو د بيو لوړوالى نړيواله مساله وبلل چې پر افغانستان يې هم لوې اغيز کړې دى .

خو د ولسي جرگې غړو پر حکومت غږ کړى چې د بيود ټيټوالي په موخه دې سبسايدي يا تاوان ومني ځکه ددوى په باور گڼ افغانان په اوسنيو شرايطو کې په دومره لوړه بيه د خوراکي توکو د رانيولو وس نلري .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت