|
دويمه برخه: له ولسمشرکرزي سره د بي بي سي مرکه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامدکرزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې تل يې هڅه کړې چې پخپل هېواد کې د ولسي وگړو د مرګ ژوبلې
مخنيوی وکړي او زياته يې کړه چې پدې وروستيو کې پدې برخه کې حالت ښه شوی دی .
ښاغلي کرزي همدغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوي استازي په توګه د پډي اشډون په اړه ووي چې دغه تصمي په دې دلي غوره نشو چې ښاغلی اشډون ي برتانوی وو، بلکې په افغاني ټولنه کې د ( د افغانستان د حکومت د کمزورۍ او قومي تفرقې ) په اړه په لوېديځو رسنيو کې منفي ليدتوګې د دغه تصميم د غوره کولو لامل شوې . د افغانستان ولسمشر وويل چې دغه پېښې هېڅکله د افغانستان او برتانيا اړيکو ته زيان نه رسوي . ددغه خبرو اترو په دوهمه برخه کې داود اعظمي له ولسمشر کرزي څخه پوښتلي دي چې ولې په افغانستان کې په پوځي عملياتو کې زيات شمېر ملکيان وژل کيږي او په پوځي عملياتو کې زياته همغږي نه رامنځته کيږي . حامد کرزی : زه خو ددې ډېر سخت مخالف يم، ما په وار وار دا خبره کړې ده، د ملکي تلفاتو د هوايي قواوو داستعمال ډېر سخت مخالفت مې کړی دی او بيا يې هم کوم ،له ترهگرۍ سره عمل بېل شی دی او په وطن کې دخلکو او دوه يادرې کسانو ترمنځ شخړه بېله خبره ده، هغه سړی چې افغانستان ته بم راوړي، هغه سړی چې د افغانستان بچی په بم وژني او هغه سړی چې دافغانستان له ژوندانه سره دښمني لري او له تروريزم سره بايد تر هغه ځايه چې زور مو رسيږي او په قدرت کې مو دي بايد زور استعمال کړو، خو هغه کسان چې مرور دي يا وېرېدلي دي او نه غواړي چې دا وطن خوار شي له هغو سره بلکل خبرو ته چمتو يم .
نو کوم دی خبرو خو نتيجه نه ده ورکړې ؟ شپږ کاله وشول د ملي پخلاينې کمېسيون وايي چې څه باندې ٥٠٠٠ کسان له دولت سره يوځای شوي دي په هغه کې مهم سړی نشته ؟ ډېره نتيجه يې ورکړې ده دا چې ٥٠٠٠ کسان يوځای شوي دي که دوه زره هم وي لا لويه خبره ده که يو کور هم پکې هوسا شي لويه خبره ده ، هره ورځ پدې کې کار جريان لري هره ورځ د طالبانو ځينې مشران راځي خبرې راسره کوي ، ويناوې کوي پدې کې ډېر کار شوی دی ډېر مثبت تحول په هېواد کې راغلی دی داچې جنګ لا ولې شته ؟ دا چې بم لا ولې شته ؟ دا نور عوامل لري ، پدې کې به يوازې طالبان نه ملامتوو ، هغه طالبان چې ددې خاورې دي هغه د دې خاورې دښمنان نه دي ، د افغانستان د طالب له نامه څخه د دې خاورې دښمنان استفاده کوي هم دی (طالب ) پرې ټکوي هم دا وطن پرې ټکوي . څوک دی دا دښمن ؟ دښمن معلوم دی القاعده او خارجيان دي ، د دې خاورې دښمنان دي ، ددې قوم دښمنان دي ، د افغانانو دښمنان دي ، دپاکستان د خلکو دښمنان دي ، خصوصاً د پښتنو دښمنان دي، خصوصاً د طالب په نامه له افغانستان سره دښمني کوي ، له پاکستان سره دښمني کوي، خصوصاً د طالب په نامه د القاعدې عناصر او ددوی پلويان د پښتنو دښمني کوي . ته وګوره نن په پاکستان کې څه روان دي ؟ دقوم ٤٢ مشران پدې چې جرګه يې کوله شهيدان يې کړل ، په اختر کې يې په چارسده کې حمله وکړه په لمانځه کې يې بېګناه انسانان شهيدان کړل ، ددې قوم په عنعنه او رسم رواج ، ژوند، اقتصاد او مشرانو يوه ظالمانه حمله ده د القاعدې او ددوی د پلويانو له خوا، طالبان دې پدې پوه شي چې د طالب په نامه د طالب تر عنوان لاندې د افغانستان او پاکستان له مسلمان خصوصاً له پښتانه سره ظلم او دښمني کېږي او دده په نامه کيږي .
نو ولې له پښتنو سره را اخيستل شوې ده ولې ؟ ستاسو په وينا پښتانه ځپل کيږي ؟ دا يوه اساسي پوښتنه ده ، دا تاريخي ريښې لري چې متاسفانه د هغه له کبله دغه قوم سخت ځپل کيږي هم وژل کيږي ، شهيديږي او هم يې ښوونځى تړل کيږي هم يې بچی له معارف او تعليم څخه بې برخې کيږي او هم بدناميږي ، هم د القاعده په نامه وژل کيږي د القاعده په واسطه وژل کيږي ، د طالب په نامه وژل کيږي او هم په طالب او القاعده بدناميږي دايوه ډېره اساسي دښمني ده چې له دې خلکو سره کيږي او ددې د ورکولو لپاره موږ دادي اخته يو، لاسته راوړنه ډېره ده، د پاکستان وروستيو انتخاباتو وښودله چې که خلکو ته واک ورکول شي نو دوی خپله لار په خپله ښه تعقيبوي . د صوبې سرحد انتخاباتو دا وښودله چې پښتانه نه افراطيان دي نه د ترهه ګرو ملګري دي بلکه برعکس که واک ورکړي دوی خپل انتخاب سم کوي او ويې ښودله چې دا يو مظلوم قوم دی او تر حملې لاندې دی، ټوله هستي يې تر همدې لاندې ده او ددې بايد دفاع وکړي او نور هېوادونه بايد ورسره ملګري شي چې ددغه هېوادونو او اولس دښمنان ورک شي . تاسې واياست چې القاعده پښتانه په نښه کوي خو ځينوسوېلي سيمو ته چې زه تللی يم هلته خلک وايي چې موږ امريکايان په نښه کوو ، د دولت د مخالفينو په بريدونو کې هم وژل کيږي د امريکايانو يا بهرنيوځواکونو په عملياتو کې هم وژل کيږي ؟ کرزى : متاسفان چې القاعده حمله وکړي، د هغوى په ځوابي حمله کې طيارې استعمال شي، موږ په دې ډېر خوابدي يو چې عامو ولس وژل کېږي دا ډېره د غم خبره ده . خو دښمن يې امريکا نه دى، دښمن يې القاعده دى، امريکا مکتب ورجوړوي، امريکا سړک ورجوړوي، امريکا کلينيک ورجوړوي . دا نن چې زه په دغه ځاى کې ناست يم ددې خاورې معاش نيمايي د نړۍ د خاورې د امريکا لخوا ورکول کېږي امريکا خلاصون ترقي ورته راولي، القاعده يې وژني، القاعده يې مکتب ورخرابوي، القاعده يې بچى له مکتب څخه راگرځوي، القاعده يې سپين سري ور وژني او سر يې ورپرې کوي، او خلک پر دې پوه دي چې دښمن څوک دى .
نو دا خو په اولو کلونو کې هم ويل کېدل چې بايد داسې عمليات وشي چې بېگناه خلکو ته پکې زيان ونه رسېږي، خو هره ورځ موږ وينو چې بېگناه خلکو ته زيان رسېږي؟ کرزى: دا بلکل سهي خبره ده، ددې په خلاف بايد جدي کار وشي، او موږ په دې کې هره ورځ اخته يو، د ناټو ځواکونه په دې کې راسره هره ورځ اخته دي، چې څنگه دا تدابير لا شديد ټينگ کړو چې بېگناه خلک پکې زيانمن نشي، او يوازې د القاعده مراکز ددې خلکو د دښمنانو مراکز وويشتل شي او له منځه يوړل شي . خو خلک خو دا انتظار کوي، داسې څومره دى چې نړيوال ځواکونه د ځايي چارواکو سره همغاړيتوب نلري په خپل سر عمليات کوي ځکه چې ځينې ځايي چارواکي موږ ته دا وايي چې دوى له موږ څخه پوښتنه نه کوي او په خپل سر عمليات کوي ؟ کرزى : له بده مرغه چې په شروع کې دا خبره ډېره وه، موږ کمزوري وو دولت مو نه و جوړ، نظام مو نه و جوړ، اوس هره ورځ په دې کې اصلاح راځي د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې کې اصلاح راځي، او دا وار-په وار ښه کېږي، هرڅومره چې د افغانستان دولت قوي کېږې، هومره په دې مسئله کې اصلاح راځي . نو داسې خو هم شته چې د نړيوالو ځواکونو او ستاسو ترمنځ همغاړيتوب نشته ؟ کرزى : ورځ په ورځ ښه کېږي، پخوا نه وو نن ورځ په ورځ ښه کېږي.
يو مثال يې د ځينو بهرنيو ډيپلوماتانو دى، چې ستاسې حکومت دوه بهرني ډيپلوماتان وويستل، ځکه چې تاسې ويل چې هغوى داسې کارونه کول چې حکومت نه وو پرې خبر او يا يې له حکومته اجازه نه وه اخيستې ، ايا دا ددې ثبوت نه دى چې داسې کارونه روان دي چې حکومت نه دى پرې خبر ؟ کرزى: هغه له هماهنگۍ(همغاړيتوب) سره هېڅ تړاو نه لري، هغه يو داسې عمل وو چې موږ پرې خوشاله وو، او چې پرې خبر شوو نو پرېکړه مو وکړه چې د افغانستان دولت ددوى موجوديت دلته نه مني، په نظامي ساحه کې زموږ او د ناټو ترمنځ د افغانستان د دفاع وزارت او د ناټو ترمنځ ورځ په ورځ تحول راځي، ښه کېږي او اوس په دې بوخت يو چې داسې يو مرکز جوړ شي چې د افغانستان عسکري قوه هلته ناسته وي چې په مشوره او لا ډېره هماهنگي دا کار وشي . نو ددې ډيپلوماتانو ويستل ستاسې په فکر ستاسې د حکومت او د برتانيا د حکومت ترمنځ اړيکو ته څومره زيان ورساوۀ؟ کرزى: په دې کې بايد اړيکو ته زيان ونه رسېږي، افغانستان د انگلستان له حکومت څخه مننه کوي، له موږ سره يې مرستې کړې دي زموږ په هېواد کې يې د بيارغاونې په ډگر کې کومک کړى دى ، له موږ سره نېک اړيکي لري، موږ ددوى له مرستو څخه ډېره ډېره مننه کوو . په حقيقت کې دوى د مرستو کولو په لومړي کتار کې ولاړ دي . دا د افغانستان د حاکميت مسئله وه، دلته دوه کسان اخته وو او په خپل سر يې کار کاوه، د افغانستان دولت پرې خبر نه و، کله چې موږ ددوى د کار په ماهيت خبر شوو، نو پرېکړه مو وکړه چې دا کار د سولې په گټه نه دى او دلته لا شخړې ډېروي، نو دوى دواړه مو پسې واخيستل .
نو د برتانيا او ستاسې د حکومت ترمنځ خو دا يوازېنۍ ستونزه نه وه، د لارډ اشډان د ټاکل کېدو خبرې او ستاسې د حکومت لخوا دهغه ردېدنه دا يو بل شى وو چې په ظاهرآ يې له برتانيا سره اړيکو ته زيان ورساوۀ، نو ددې پرځاى چې دغه همغږي نوره زياته شوې واى او نور نژدېوالى راغلى واى، ځينې نورې داسې پېښې شوې چې دغه ناسم ثابتوي؟ کرزى: زموږ له خوا د ښاغلي اشډان ردېدل له دې کبله نه وو چې هغه د انلگلستان تبع و، دى د ملگرو ملتونو له خوا ټاکل کېده، ما له ده سره دده له ردولو يوه مياشت وړاندې په کوېټ کې وليدل، هغه هوښيار او تکړه سړى و، خو بيا ترهغه وروسته نړيوالې رسنۍ په ځانگړې توگه د انگلستان مطبوعاتو داسې نشرات کول چې موږ د افغانستان په گټه نه بلل، هلته په رسنيو کې ا کوښښ کېدا چې د افغانستان دولت، نظام او خاوره کمزوري وښيي، او په ولس کې بې اتفاقي ښکاره کړي، نو کله چې ما له ده سره په وروستي پلا خبرې وکړې او موافقه مو ورسره وکړه چې دى راشي، په سبايې په لندن ټايمز کې يو مضمون چاپ شو چې د افغانستان حکومت او خلکو ته يې د يوې قومي تفرقې رنگ ورکاوۀ، او قومي تفرقه پکې معلومېده، نو په هماغه شيبه چې ما مضمون ولوست پرېکړه مې وکړه چې دا نمايندگي موږ نشو منلى، سره له دې چې په هغه کې ښايي دده گناه به نه وه، نو دا د افغانستان د ملي يووالي او ددې خاورې د وياړ لپاره او د قومونو د يووالي لپاره ا وددې خاورې د هرډول ساتنې لپاره افغانان هر ډول قېمت ته حاضر دي ، دا خو ډېر کوچنى قېمت و . تاسې د ملي يووالي وکړه،د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات راروان دي، پارلماني انتخابات به کېږي، چې د ملي يووالي د پروسې يوه برخه ده، تاسو به هم بيا کانديد ياست؟ کرزى: زما لپاره مهمه داده چې افغانستان ته يو داسې شى ور پرېږدم چې هغه د ملت په خير وي، ډېر کارونه مو وکړل چې زه پرې خوشاله يم . خصوصآ زه په دې خوشاله يم چې زموږ هېواد او زموږ خاوره يوځل بيا د ټولو افغانانو ځاى شو، هرسړى اوس دې خاورې ته راروان دى، مجاهد راروان دى پخوانى کمونېست راروان دى، شتمن راروان دى بې وزله راروان دى، له امريکا څخه راروان دى له ايران او پاکستانه راروان دى، هر سړى راځي او په دې خاوره کې خپل ځان ته يو شى ويني، چې ماته دا ترټولو لوى وياړ دى .
نور کارونه هم په دې خاوره کې وشول، او ډېر لا پاتې دي چې بايد وشي او زه هيله مند يم چې دا کارونه وشي او پوره يې کړو . راتلونکو ټاکنو ته لاډېر وخت (کال يونيم کال ) پاتې دى او زه يې په اړه ډېرې خبرې نه کوم، که چېرې ما دا احساس درلوداى چې دې خاورې ته مې ښه خدمت کړى دى او خلک رانه خوشاله دي، او وظيفه مې درلوده چې ادامه ورکړم او کار سرته ورسوم نو ادامه به ورکړم . خو که ما دا احساس درلوداى چې نوره بس ده او نوي نسل ته يې پرېږدو، نوى نسل راشي او نوي ځوانان راشي او دا هېواد بېلابېل رهبريتونه ولري، چې له هغوى څخه ټاکنې وشي، نو هغه به وکړم، خو مهمه خبره داده چې افغانستان د ټيکاو او پرمختگ پر لور روان وي . او که دا زما او يا بل چاپه لاس روان وي، هغه مهمه نه ده، بلکې مهمه داده چې ولس خوشاله وي او په خپله ازاده اراده ټاکنه وکړي او افغانستان د ټيکاو ترقۍ او امنيت خوا ته روان شي. تاسو وويل چې يو يونيم کال وروسته به تاسې گورئ چې تاسې څنگه احساس کوئ چې ستاسې په وجود کې ددې هېواد او ملت خير دى او څنگه؟ اوس تاسې څه احساس کوئ چې که اوس ټاکنې وشي نو تاسې به خپل ځان کانديدوئ او که نه؟ کرزى: اوس خو دا فرضيه ده ، داسې پوښتنه دې راڅخه وکړه چې ايا دغه څه دې چې تراوسه ترلاسه کړي دي، خوشاله يې او که نه .
زه په هغو مواردو کې چې کار شوى دى خوشاله يم، سړکونه مو جوړ شول، پيسو مو بېرته عزت پيدا کړ او بيرغ مو پر دنيا ورپېد، افغانستان د ټولو کور شو، شورى مو جوړه شوه اساسي قانون مو جوړ شو، روغتيايي کلينيکونه مو جوړ شول، معارف مو مخته شو، گذاره او ژوند مو ښه شو، افغانستان اوس د هغو هېوادونو په کتار کې دى چې هر ځاى کې حاضر دى ولاړ دى او غږ لري . نو له دې لحاظه زه ډېر خوشاله يم ، ډېر ښه کار وشو. که زه دا پوښتنه درڅخه وکړم چې کوم شيان داسې ول چې تاسې يې کول غوښتل او ونه شول ؟ کرزى: د پوښتنې ځواب ته دې راځم، زه په دې نه يم خوشاله چې د افغانستان ولس له د زيانونو سره مخامخ دى يا د شهادت او ژوبلې سره مخامخ دى، يا بمونه دي چاودنې دي، دا زما د زړه يوه لويه ارزو ده د افغانانو او زما د يو افغان په توگه چې ددې هېواد بچيان او ماشومان له دې غمه خلاص شي . خداى مو دې دا ارزو راپوره کړي |
ورسره تړلي نور خبرونه
له ولسمشرکرزي سره د بي بي سي ځانگړې مرکه18 مارچ, 2008 | خبرونه
کرزى: لا اوس هم ښځې د زورزياتي ښکار گرځي08 مارچ, 2008 | افغانستان
حامدکرزى: پر ټول هېواد مو واک شته دى07 مارچ, 2008 | افغانستان
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||