BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:27 گرينويچ 2008 ,23 فبروري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د افغانې نجلۍ په روم کې درملنه کېږي
 

 
 
شبانه له خپل پلار جنت گل سره په روم کې
دا لومړى ځل دى چې شبانه او ددې ٣٧ کلن پلار له افغانستان څخه بهر سفر کړى .
شبانه د پوستکي په يوې ځانگړې ناروغۍ اخته ده، چې له کبله يې دانه په اعصابوکې وده کوي او که يې درملنه ونه شي نو ډېر زيان رسوي او وخت تر مخه مرگ ورسره تړلى دى .

دغه ناروغي چې neurofibromatosis نوميږي، په افغانستان کې عامه ده، خو د طبي مهارتونو او پرمختللو وسايلو د لږوالي له کبله په ټول هېواد کې د ډېرو ماشومانو ژوند اخلي .

شبانه له خپل پلار، جنت گل سره د اټالوي عکاس او ژورنالېسټ، کاش گېبرئلې تورسېلو Kash Gabriele Torsello تر هلو ځلو وروسته اټاليې ته ولاړل .

٣٧ کلن ښاغلى تورسېلو په ٢٠٠٥ميلادي کال کې شبانه په ناڅاپي ډول هغه مهال په کابل کې وليده، چې ده عکاسي کوله .

دۀ هغه مهال په کابل کې د شبانې د لومړيو عملياتو لپاره لار هواره کړه چې کله دا د نهو مياشتو وه، او پر مخ يې دانه لويه شوې وه .

ښاغلى تورسېلو څو ځله افغانستان ته تللى دى.

د ٢٠٠٦ کال په اکتوبر کې چې ده کله د عادي افغانانو هر ورځنى ژوند انځوراوه، نو په هلمند ولايت کې وتښتول شو، نوموړى د اټاليې د بهرنيو چارو د وزارت او افغان چارواکو په زيار تر ٢٣ ورځني بند وروسته خوشى کړل شو .

ښاغلى تورسېلو له خوشي کېدو راهيسې د افغانستان او اروپا ترمنځ د طبي او کلتوري راکړې ورکړې د يوه پروگرام پرمخ بېولو کار کوي .

لېچې، اټاليا کې نندارتون
ښاغلى تورسېلو ددې ترڅنگ په اټاليه کې کې په افغانستان کې د اخيستل شوو خپلو انځورونو نندارتون هم ترسره کوي

کلتوري راکړه ورکړه

ښاغلى تورسېلو وايي چې:'' د شبانې عمليات د اټالوي او افغان روغتونونو ترمنځ د مخامخ همکارۍ د پيل نښه ده''

''ددې وړې نجلۍ طبي عملياتو د اروپا او افغانستان چارواکو او روغتونونو ته يوه مهمه موقع په لاس ورکړې چې سره نژدې شي او له يو بل سره همکاري وکړي.''

شبانه د جنت گل تر ټولو کشرماشوم دى.

دا لومړى ځل دى چې شبانه او ددې ٣٧ کلن پلار له افغانستان څخه بهر سفر کړى .

جنت گل وايي:'' دا يوه غيبي مرسته ده. کله چې خداى ستاسره مرسته کوي نو هغه ټول اسباب هم برابر کړي.''

جنت گل په کابل کې جواليتوب کوي، '' زه يو غريب سړى يم او زما دا باور نه راتله چې زموږ سره به داسې کېږي. کاش چې موږ دا ټولې اسانتياوې په خپل هېواد کې درلوداى.''

هيله کېږي چې د شبانې عمليات به د اټاليې او افغانستان ترمنځ د يو لړ طبي راکړو ورکړو لپاره يوه بنسټ تيږه ثابته شي، چې د افغانستان خپل ډاکټران ددې جوگه شې چې په دې ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه وکړي .

دا د ښاغلي تورسېلو د هلوځلو هدف دى .

د افغانستان د عکسونو يوه ننداره
د سمون پال افغان پاچا-امان الله خان (١٩٢٩-١٩١٩) د واکنۍ پرمهال افغانستان او اټاليې رسمي اړيکي جوړ کړل

ښاغلى تورسېلو وايي:'' موږ هڅه کوو چې له افغانانو سره مرسته وکړو چې هغه بيا خپله مرسته خپله وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي چې داسې درملنه په چټکه او ارزانه توگه وکړي.''

ښاغلى تورسېلو ددې ترڅنگ په اټاليه کې کې په افغانستان کې د اخيستل شوو خپلو انځورونو نندارتون هم ترسره کوي .

دا ټولې دده د هغې پروژې برخه دي چې په يوه او بل پر پوهېدنې، درناوي او خپلولو ټينگار کوي .

دى وايي:'' زموږ هدف دادى چې اروپا او افغانستان وهڅوو چې خپل ټولنيز، سياسي او کلتوري خنډونه ليرې کړي او سره نژدې شي.''

ښاغلى تورسېلو په نورو اسلامي هېوادونو کې هم کارکړى او هلته يې بل ځايي کلتورونه خپل کړي او مسلمان شوى دى .

شبانه د افغانستان هغه لومړنۍ تبع نه ده چې اټاليې ته ددرملنې لپاره راغلې ده .

د افغانستان پخوانى پاچا محمدظاهرشاه په ١٩٧٣ز کې هغه مهال له واکه ليرې کړل شو چې کله يې په روم کې درملنه کېده، نوموړى تردې وروسته ٣٠ کاله نور په اټاليه کې پاته شو او بالاخره په ٢٠٠٢ز کې بېرته خپل هېواد ته ستون شو .

خو دا د سمون پال افغان پاچا-امان الله خان (١٩٢٩-١٩١٩) د واکنۍ مهال وو چې افغانستان او اټاليې رسمي اړيکي جوړ کړل.

شاه امان الله په ١٩٢٤ ز کې د پاچا په توگه روم ته سفر وکړ او چې کله په ١٩٢٩ز کې جلاوطنه شو، نو په اټاليه کې مېشت شو .

د هيلو وړانگه:

د شبانې عمليات د يوې مرستندويه ټولنې 'Smile Train Italia' مشر جراح فېبيو ابيناولي Fabio Abenavoli ترڅارنې لاندې د ماهرو ډاکټرانو يوې ډلې ترسره کړل .

ډاکټر ابيناولي وويل:'' موږ له افغان ډاکټرانو سره له نژدې کارکوو چې هڅه کوو له دوى سره خپل مهارتونه شريک کړو.''

'' اصلي هدف دادى، چې افغان ډاکټران په افغانستان کې د ننه د ډېرو (شبانو) ددرملنې جوگه شي.''

د شبانې لومړي عمليات په افغانستان کې ډاکټر امين الله ترسره کړل، چې په افغانستان کې له يوازې يوڅو ډاکټرانو څخه دى چې دغه ډول مهارتونه لري .

په ١٩٧٩ز کې د شوروي يرغل او ورپسې کورنۍ جگړو د روغتيايي سيسټم په گډون د افغانستان زياتره بنسټيزه جوړښتونه ويجاړ کړل .

شپږ کاله وړاندې د طالبانو د رژيم تر ړنگېدو وروسته په يو شمېر سيمو کې د روغتيا پالنې سيسټم ښه شوى دى، خو ډېرى روغتونونه او کلينکونه او هم د په کار پرمختللو طبي الاتو له لږوالي سره مخامخ دى .او زيات شمېر ډاکټران د پېچلو طبي ناروغيو ددرملنې لپاره روزنه او مهارتونه نلري .

هغه افغانان چې وس يې رسېږي، ددرملنې لپاره گاونډيو هېوادونو، په ځانگړې توگه هندوستان او پاکستان ته ځي، خو ډېر نور اوس هم کړيږي او له درملنې وړ ناروغيو څخه مري .

په داسې يوه هېواد کې چې د کوچنيانو د مړينې کچه پکې ډېره لوړه ده، اټاليې ته د شبانې سفر يوه نادره يېښه ده، هر افغان ماشوم لږ ترلږه دامهال دومره بختور نه دى چې داسې لومړۍ درجه درملنه يې وشي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د کابل بې کوره ماشومان
16 مۍ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت