BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:04 گرينويچ 2008 ,27 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اشډاون: کابل ته نه ځم
 
پډي اشډاون
اشډاون وايي ولسمشر کرزي په لومړي سر کې د دۀ د کانديدۍ ملاتړ کړى وو، خو وروسته يې نظر بدل کړ
برتانوى سياستوال پډي اشډاون چې تازه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازي په توگه وړاندې شوى و د دغې دندې له منلو څخه پر شا شوى.

مخکې افغان حکومت ويلي و چې لارډ پډي اشډاون په کابل کې د ملگرو متلونو د لوړې استازۍ لپاره دوى ته غوره کس نه دى.

ښاغلي اشډاون بي بي سي ته وويل افغان ولسمشر حامد کرزي اصلا په لومړي سر کې د دۀ د کانديدۍ ملاتړ کړى وو، خو وروسته يې خپل نظر بدل کړ.

دا تراوسه نه ده معلومه چې څۀ شي به رښتيا د ولسمشر کرزي نظر اړولى وي، خو خبريالان وايي چې افغان ولسمشر ښايي اشډاون په هېواد کې د خپل واک په مخ کې يو خنډ بالۀ.

داسې ويل کېدل چې اشډاون به د نړيوالې ټولنې د هڅو د همغږه کوونکي په توگه د ملگرو ملتونو تر پخوانيو استازو خورا پراخ واکونه لري.

تر دې مخکې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنين ويلي وو چې ښاغلى اشډاون د افغان حکومت په د زړۀ برابر نه دى او دا چې پر ځاى يې يو بل برتانوى غوره گڼي.

هغۀ ويلي وو چې جنرال مکول چې په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو لومړنى قومندان وو د دوى د خوښې کانديد دى.

پډي اشډاون د برتانيې فعال سياستوال پهاو بوسنيا ته د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې پخوانى مشر استازى وو چې په وروستيو کې ملگرو ملتونو په کابل کې د خپل سياسي دفتر د مشرتابۀ لپاره وړاندې کړى وو.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
کابل اشډاون ته د 'نه' ځواب ورکړ
27 جنوري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت