BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:52 گرينويچ 2008 ,05 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دبغلان يو پخوانى قومندان ووژل شو
 

 
 
قاري علم
پوليس وايي چې دغه قومندان د شخصي تربگنۍ له کبله وژل شوى دى
دبغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ يوپخوانى جهادي قومندان قاري محمد علم تېره ورځ دوسله والو کسانو په ډزو وژل شوى دى.

د بغلان د پوليسو مشر عبدالرحمان سيدخيلي ويلي دي چې پوليس د عاملينو د نيولو په لټه کې دي،خو پيښه سم لاسي د شخصي تربگنۍ زيږنده بللې ده .

عيني شاهدان وايي چې دې پخواني جهادي قومندان د نهرين ولسوالۍ په بازار کې دموټرسايکل سپرو له خوا په نښه شواو ووژل شو .

پوليس وايي چې بريد کونکي په تيښته بريالي شوي دي ،دوى وايي په ډزو کې يو ماشوم هم سرسري ژوبل شوى دى.

نوموړى د نهرين په ولسوالۍ کې د اسلامي جمعيت پواځينى پياوړ قومندان وو او ددې ډلې لپاره يې کار کاوو .

په افغانستان کې د روسانو د يرغل له ماتې وروسته نوموړي په سيمه کې د ښاغلي حکمتيار د اسلامي گوند د ملاتړو په وړاندې هم جگړو کې برخه لرله اود سيمه ييزو خلکو په وينا دواړو غاړو يو بل ته ډير زيانونه اړولي وو .

تر اوسه دا په بشپړ ډول نه ده څرگنده چې ددغه قومندان د وژنې ترشاه به دچا لاس وي خو پوليس وايي چې دى د شخصي تربگنۍ په پايله کې وژل شوى دى .

خوطالبانو د نوموړي د وژنې پړه په غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چې نوموړى د ډيرو طالبانو او ددوى د غورځنگ د ملاتړو په وژلو او نيولو تورن وو.

قاري علم د طالبانو د واک له پرځيدو وروسته د نهرين دولسوالۍ دپوځي فرقې قومندان شو او دا مهال يې ددې ولايت د پوځي شورا غړيتوب درلود.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت