|
سفما:٢٠٠٧دخبريالانو لپاره خونړى وو
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دسوېلي اسيا د خپلواکو رسنيو ټولنې (سفما) د يو راپور په خپرولو سره ٢٠٠٧ زيږدي کال په افغانستان اونړۍ کې د خبريالانو لپاره
خونړى بللى دى.
دې ټولنې په څو پيښو کې دافغانستان دخبريالانو دوژنو، نيولو او ځورولو يادونه کړې او ادعايې کړې چې د رسنيو د کارکونکو په وړاندې ډير تاوتريخوالى ددولتي ځواکونو له خوا ترسره شوى دى. خو افغان چارواکو د راپور هغه برخه بې بنسټه بللې ده چې گويا دولتي کسانو افغان خبريالان ځورولي دي . د سوېلي اسيا د رسنيو ددې ټولنې چارواکو د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د٢٠٠٧ زيږدي کال په اوږدو کې پنځه تنه خبريالان په افغانستان کې وژل شوي او ٦٠ تنه نور په جسمي ډول ځورول شوي دي. په افغانستان کې د سفما يا د سوېلي اسيا د خپلواکو رسنيو د ټولنې يو چارواکي ضيا بوميا وويل چې ١٠ تنه نور خبريالان په تيرو مياشتو کې نيول شوي دي. ده د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د ډيرى پيښو پړه پر دولتي کسانو واچوله: خو د افغانستان د اطالاعاتو او کولتور د وزارت مرستيال مبارز راشيدي ددې راپور ځينې برخې چې خبريالان ددولتي کسانو له خواځورول شوي دي ناسمې وبللې او ويويل چې دولت دوينا د خپلواکۍ ملاتړ کوي. افغانستان چې لا هم د جنگ جگړو او تاوتريخوالي ډگر دى ، خبريالان هم لکه د ټولنې نور عادي وگړي ددې جگړې له زيانونو څخه خوندي نه دي . جگړيز تاوتريخوالى ، د نشيي توکو قاچاق کونکي او نورې جنايي ډلې دخبريالانو د کار په وړاندې ستونزې راولاړوي . ښاغلي بوميا وويل ، دوى داسې راپورونه هم لري چې په ځينې برخو کې نړيوالو ځواکونو افغان خبريالان ځورولي دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ژورنالستان : موږ سره تاوتريخوالى اوس ډير دى08 مارچ, 2007 | خبرونه
ملا دادالله ته د خبريالانو ليک: اجمل خوشې کړئ04 اپريل, 2007 | خبرونه
افغان خبريالانو له الن سره پيوستون وښود21 اپريل, 2007 | خبرونه
افغان خبريالان وايي په سويل کې خونديتوب نشته15 مۍ, 2007 | خبرونه
خبريالانو د اصف ننگ د پرېښودلو غوښتنه وکړه03 جولاى, 2007 | خبرونه
د افغان خبريالانو د امنيت په اړه اندېښنه22 اکتوبر, 2007 | افغانستان
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||