|
يوۀ سړي د خپلې ښځې پزه او غوږونه پرې کړل
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په زابل ولايت كې ګڼو ښځو دهغه كس محا كمه غوښتې چې له خپلې مېرمنې څخه يې پزه او غوږ ونه پرې كړي دي .
د دغۀ ولايت د ښځو دچارو مشرې وويل چې پر دغې مېرمن جوش اوبه هم پاشل شوي او پر بدن يې دچړو وارونه شوي . داوايي چې پرښځه دومره تېرى شوى چې سارى يې نه تر سترګو كېږي ژوبل شوې مېرمن دزابل ولايت دكلات ښار په مركزي روغتون كې تردرملنې لاندي ده . دغه ١٧ كلنه مېرمن يوازي يوكال وړاندي وادۀ شوې ده .دا له خبرو كولو وتلې غوږونه يې پرې شوي او پزه يې هم غوڅه شوې ده . دزابل دمولكي روغتون ډاكتران وايي چې دمېرمني غاښونه هم ايستل شوي ځكه خبرې نه شي كولاى . ددغې مېرمنې ګاونډيانو وويل چې دښځي مېړه داختر په شپه لاس اوپښې ورتړلې غوږونه او پوزه يې ځيني پرې كړي دي . دزابل ولايت دښځو دچارورييسي مېرمن فوزيه وايي چې ددغې مېرمني دښې درملنې لپاره يې هڅي پېل كړي دي . داوايي چې دغه پېښه دښځو په وړاندي يوښكاره تېرى دى . مېرمن فوزيه وايي چې دغه كس تازه له پكتيا ولايت څخه كندهار ته راكډه شوى وو. دزابل ولايت ګڼو اوسېدونكو هم ددغه كار غندنه وكړه او له حكومتي چارواكو څخه يې وغوښتل چې دژوبل شوې مېرمني خاوند پيداكړي اوسخته جزاوركړي . دزابل ولايت امنيه قوماندان (مل پاسوال محمد يعقوب)وايي چې دتورن كس دپيدا كولو لپاره يې بېړنۍ هڅي پېل كړي دي . دده په وينا چې دښځي ليور چې دافغان پوڅ سرتېرى دى پوليسو نيولى دى . دا لومړى ځل دى چې په زابل ولايت كې ديوې ښځي څخه پزه او غوږونه پرې كېږي وړاندي تردې ورته پېښه نه ده شوې او دزابل ګڼ اوسېدونكي وايي چې داكار دقانون او ټولنيز ژوند خلاف عمل دى . |
ورسره تړلي نور خبرونه
کمپاين:دښځو په وړاندې تاوتريخوالى ختمو19 جولاى, 2007 | افغانستان
د کندهار ښځې : زموږ بچيان مه راوژنئ !14 جون, 2007 | خبرونه
افغانستان کې ښځوسره د زورزياتي په اړه انديښنې12 دسمبر, 2006 | خبرونه
كورني تاوتريخوالي14 جنوري, 2007 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||