BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
کابل کې٤گاونډيودبرېښنا تړون لاسليک کړ
 

 
 
برېښنا
په تړون کې را غلي چې په پيل کې به افغانستان ته ٣٠٠ ميگا واټۀ او پاکستان ته د زر ميگا واټه بريښنا د راوړلو او ليږدولو چارې په ٢٠٠٩ کال کې پيل او له هغه وروسته به د ٣ کلونو په ترڅ کې بشپړې شي .
افغانستان له درې هيوادونو سره د برېښنا د ترلاسه کولو او ليږد مهم تړون لاسليک کړ .

په کابل کې افغان چارواکي د پاکستان ، تاجکستان او قرغيزستان له استازو سره سلا شول چې په زرگونو ميگاواټه برېښنا افغانستان او له دې هيواد څخه پاکستان ته وليږدي .

په پنځو کلونو کې بشپړيدونکې دا ستره اقتصادي پروژه بلل شوې ده .

افغانستان او پاکستان دواړه د برېښنا له کمښت سره مخامخ دي او د منځنۍ اسيا هيوادونه خپلې اضافي برېښنا ته بازار غواړي

افغانستان ته او له دې لارې ختيځ گاونډي پا کستان ته د تا جکستان او قر غيزستان د زرگونو ميگا واټه بريښنا د ليږدولود لومړني تړون تر مخه به د يوه کال په ترڅ کې ددغې چارې د تر سره کېدو لپاره د تخنيکي څيړنو او ارزولو کميټه جوړه شي .

دغه کميټه به په افغانستان کې د بريښنا د تېريدو لاره غوره کوي او د پروژې لگښت به ارزوي .

خو افغان چارواکي تمه لري چې دبريښنا د ليږد دغه مزي ددغه هېواد له پلازمينې تېر شي .

په تړون کې را غلي چې په پيل کې به افغانستان ته ٣٠٠ ميگا واټۀ او پاکستان ته د زر ميگا واټه بريښنا د راوړلو او ليږدولو چارې په ٢٠٠٩ کال کې پيل او له هغه وروسته به د ٣ کلونو په ترڅ کې بشپړې شي .

دافغانستان د انرژۍ او بريښنا وزارت مرستيال صديق ايشان وايي چې د پروژې په دويم پړاو کې به دافغانستان له لارې پا کستان ته دقر غيزستان او تا جکستان د برېښنا د ليږدولو وړتيا زرگونو ميگاواټه بريښنا ته لوړه شي .

(( په دوهم پړاو کې به افغانستان ته زر ميگاواټه او پا کستان ته څلور نيم زره ميگاواټه بر يښنا وليږدول شي .))

تر دې گړى ددغې سترې اقتصادي پروژي لگښت نه دى مالوم ،خو په کابل کې څلوروواړو هېوادونو لاسليک کړه چې دا پروژه به په ٥ کلونو کې عملي او گټه به ترې واخيستل شي .

دافغانستان له لارې پا کستان ته د تا جکستان او قر غيزستان د بر ېښنا د ليږدولو دغه پروژه د څلورو واړو هيوادونو لپاره په ځانگړې توگه د افغانستان لپاره ډېره مهمه بلل کيږي .

ځکه دا مهال ايله ١٦ په سلو کې افغانان بريښنا لري او د پاتې نورو لپاره د بريښنا پيدا کول د افغان ادارې په لومړيتوبونو کې راځي .

افغان چارواکي وايي پا کستان ته ددغې بريښنا له ترانزيټ څخه به هم ښه گټه وکړي او افغانستان به په دغې پروژې سره په سيمه کې خپل مهم جغرا فيايي مو قيعت په زبات کړي .

له څو کلونو را پدې خوا له منځنۍ اسيا څخه پا کستان ته دبريښنا د ليږلو خبرې کېدې او ويل کيږي چې ددغې پروژې په پيل کېدو سره به په سيمه کې د انرژۍ دنورو پروژو عملي کيدو ته هم لاره اواره شي .

افغان حکومت دغه ډول هڅه کوي چې د خپل بل شمالي گاونډي ترکمنستان غاز دافغانستان له لارې پا کستان ته تير کړي . خو امنيت او د پيسو موندل ددغې پروژې لپاره لويې ننگونې بلل کيږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت