|
'کابل به راتلونکى کال دوامداره برېښنا ولري' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي اتۀ مياشتې وروسته به له ازبکستانه د بريښنا په ليږد سره دکابل ښاريان د دايمي بريښنا خا وندان شي. له ازبکستان څخه کابل ته دغه را ليږدېدونکې بريښنا به له خپلې ټاکل شوې نيټې څخه شپږ مياشتې مخکي را ورسيږي. يوه خبري کنفرانس ته د اوبو او بر يښنا وزير وويل چې د دريو مياشتو په دننه کې به دسل ميليون ډالرو په لگولو سره د کابل د بريښنا د شبکي د پرا خولو چارې پيل شي. د سلگونو ميليونو ډالرو په لگښت سره افغانستان ته له شمالي گاونډي ازبکستاته د ٣٠٠ ميگا واټه بريښنا د را ليږدولو چارې نژدې دي چې بشپړې شي. له حيرتانه تر کابله په سلگونه کيلومترو لوړو غرونو او رغونو کې د بريښنا د را ليږدولو لپاره اوسپنيزې لويې ستنې درول شوې، په لاره پرتو ولايتونوکې سب سټيشنونه جوړ شوى او دمزو د غزولو چارې هم په پيل کېدو دي . د اوبو او بريښنا وزير اسماعيل خان وايي له ټاکل شوي نيټې شپږه مياشتې دمخه به کابل ته له ازبکستانه بريښنا را ورسيږي . هغه وويل: ''د را تلونکي کال په جوزا مياشت کې چې شا وخوا اته مياشتې وروسته ده دکابل ښار به دايمې بريښنا ولري. په سل ميليون ډالره به د ښار شبکه بشپړه شي. که په لومړيو مياشتو کې دا ټوله بريښنا جذب نه شوکړاى، نو د کال په نيمايي کې به دغه ستونزه حل وي.'' ښاغلى اسما عيل خان وايي چې ددغې بريښنا له را رسېدو وړاندې به د پلازمېنې د بريښنا د شبکې د پرا خولو او غځولو چارې پيل کړي . د وزيرانو شورا سل ميليون ډالره دکابل ښار د بريښنا دمزو دغځولو، د ترانسفرمرونو او ستنو د درولو او نورو چارو لپاره تصويب کړې چې ټاکل شوې تر کال دغه مهاله نور دکابل په هېڅ يوه برخه کې خلک د بريښنا ستونزه ونه لري. دا وخت ايله نيمايي کا بليان يوه ورځ تر منځ بريښنا لري چې پخوا نيو تجربو ته په کتو سره به په را روان ژمي کې دغه ستونزه لا پسې زياته شي.خو چارواکي وايي چې د ډيزلي جنراتورونو په فعالولو سره به تر يوه بريده دغو ستونزو ته ځواب ووايي. خو په دې ډگر کې خنډ دادى چې دغه پلازمينه د امهال دنورې بريښنا د جذب وړتيا نه لري . د کا بل ښاريانو لپاره به دغه اته ميا شتې هم ډير وخت نه وي چې د چارواکو په وينا د تل پاتې بريښنا خا وندان به شي، خو خبره داده چې د سخت ژمي له را رسېدو وړاندې په داسې حال کې چې تيل او د سوند نور توکي لوړ شوي له خلکو سره په دې برخه کې سختې اندېښنې را پورته شوې دي . په همدې حال کې د اوبو او بريښنا وزارت په کور دننه د بريښنا د توليد ډگر ته په پام سره د کونړ په سيند د برېښنا د بند دجوړولو د ارزولو چارې پيل کړې. دغه ارزونه د ننگر هار د کامې ولسوالۍ په سيمه کې تر سره کيږي . د افغانستان داوبو او بريښنا وزارت وايي په غه سېمه کې د بريښنا د يوه لوى بند د جوړيدو امکانات شته چې فکر کيږي ٤٥ ميگا واټه بريښنا به توليد کړي . په دغه سېمه کې د بريښنا د بند د ارزولو چارې يوه ايراني شر کت ته سپارل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به يې رپوټ افغان دولت ته وسپاري . افغان چارواکي دنژدې دوه ميليون ډالره په ارزښت دغه ارزونه به د کنړ پرټول سيند تر سره شي چې په کومو نورو ځايونو کې د بريښنا د توليد دورته بند دجوړيدو امکانات شته. | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل برېښنا ډيرولو لپاره مالي مرسته شوې ده01 فبروري, 2007 | خبرونه د ننگرهار مرکز ولې د برېښنا له کمښت سره مخامخ دى ؟25 اگست, 2006 | خبرونه کابل پاکستان ته د منځنۍ اسيا د برېښنا لار ورکوي09 مۍ, 2006 | خبرونه کابل ته له ازبکستانه د برېښنا د ليږد کار پيليدونکى دى08 جنوري, 2006 | خبرونه افغانستان له تاجکستان نه برېښنا اخلي 10 دسمبر, 2005 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||