|
تاريخ او ژوند
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
تاريخ او ژوند يعنې د پرون، نن او سبا ژوند او تاريخ ته يوه کتنه ده.
شپږم پروگرام
په دې پروگرام کې د بلغ ولايت مرکز مزارشريف چې په افغانستان کې څلورم لوى ښار دى کتنه شوي ده او ددې تر څنگ دلته د زيارت د جوړيدو تاريخ هم څيړل شوى دى.
پنځم پروگرام
په دې پروگرام کې د بلغ ولايت ځينو نورو برخو او په دې زمانه کې د تيرو نښو نښانو ته کتنه شوې.
څلورم پروگرام
دا پروگرام په بلغ کې د اسلام لومړنيو ورځو ته ځانگړى شوى دى.
دريم پروگرام بلغ (باختر) په دې پروگرام کې يوناني او کوشاني دوري ته کتنه شوې ده.
دوهم پروگرام
په دې پروگرام کې په بلغ ولايت کې د خلکو ژوند، ځينو اثارو، مهمو پيښو او د يوناني باختري دوري ته کتنه شوې ده.
لومړى پروگرام
د تاريخ او ژوند په دې لومړنې پروگرام کې د افغانستان جغرافيائي جوړښت، ددې آب و هوا او دلته د ژوند لومړيو نښو نښانو ته کتنه شوې ده.
تاريخ او ژوند
د پروگرامونو په دې لړۍ کې د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو لرغوني تاريخ، ددې پخوانو آثارو او هلته د اوسيدونکو ژوند ژواک ته يوه کتنه ده او هغه خلک چې د خپل هيواد د نامتو سيمو يې تش نومونه اوريدلي دي ددې پروگرامونو د لارې به يې ووپيژني. ددې ترڅنگ په دې پروگرامونو کې د ماضي په رڼا کې د حال مزل وهل شوى دى او د راتلونکونکى لاره په کې لټول شوي ده. د تاريخ او ژوند د پروگرامونو دا لړۍ د هرې دوشنبې په ماښامنۍ، د سه شنبې په سهارنۍ او د چارشنبې په ماسپښينو خپرونو کې خپريږي. ددې لړۍ جوړونکې او وړاندې کوونکې صفيه حليم ده. |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||