![]() |
افغانستان :خلک د پاچا فاتحه اخلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ټول افغانستان کې د هيواد د پخواني ټولواک او دملت د بابا محمد ظاهر شاه فاتحه اخيستل کيږي . د فاتحې بهير له سيمه ييز دود سره سم اخيستل کيږي ، د گډون والو شمير څو برابره ډير شوى دى. پرون په زرگونو خلکو له ارگ څخه د مرنجان تر غونډۍ پورې د محمد ظاهر شاه تابوت ته وروستى درناوى وړاندې کړ . دده تابوت د خپل پلار نادر خان ترڅنگ خاورو ته وسپارل شو . ښځې هم په دعا کې گډون کوي ، ټاکل شوې ده چې سبا د ارگ د سلام خانې په ماڼۍ کې د افغان ولسمشر ميرمن ، دولتي چارواکې ، د ټولواک د کورنۍ غړې او عادي افغانانې په فاتحه کې گډون وکړي . پرون د جنازې په بهير کې هم ښځو گډون کړى وو . د افغانستان له يو شمير ولسواليو څخه چارواکو د بي بي سي د کابل دفتر ته ټليفون وکړ او د خپلو سيمو په ډيرى جوماتونو کې يې د پخواني ټولواک روح ته ددعا او د فاتحې د اخيستلو خبر راکړ . د کابل د عيدگاه په جومات کې د افغان ولسمشر حامد کرزي ، د افغانستان د کابينې د غړو او د پخواني ټولواک د کورنۍ د نارينه غړو په گډون زرگونو او ښايي په لسگونو زره خلکو د پخواني ټولواک روح ته په پرله پسې توگه دعا او ښې هيلې وړاندې کړې . په کابل کې د افغانستان له ټلويژون څخه د فاتحې بهير په ژوندي ډول ښودل کيږي چې د قران کريم له لوستلو وروسته د ټولواک روح ته خلک دعا کوي . ټاکل شوې ده چې له فاتحې وروسته په سلگونو ميږې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې حلالې شي او له دود سره سم د ماښام دډوډۍ لپاره د پخواني ټولواک په ياد خلکو ته وويشل شي . ډيرو افغانانو وويل چې دوى د پخواني ټولواک په مړينې خپه دي او د پاخه عمر يو شمير کسان ليدل کيدل چې د محمد ظاهر شاه په ياد يې ژړلې . د افغانستان پخوانى ټولواک چې متوکل على الله اود ملت بابا ياديده د ملي يو والي د نښې يا سمبول په توگه مشهور شوى وو . د هغه ټينگار د خلکو پر يو والي او په افغانستان کې د سولې پر ټينگښت وو . ظاهر شاه د خپل پلار له مرگ وروسته څلور لسيزې د افغانستان د ټولواک په توگه پاتې شو خو د ژوند درې نورې لسيزې يې په جلا وطنۍ کې تيرې کړې . دده د واکمنۍ پر وخت افغانستان ارامه وو او د ولسواکۍ د رامنځته کولو هڅې يې وکړې . خو دى بيا دسردار محمد داود خان له خوا چې دده د اکا زوى کيده د يوې سپينې کودتا په ترڅ کې له واکه گوښه شو او په ايټاليا کې ميشت شو | ورسره تړلي نور خبرونه دافغانانوغبرگون:خواخوږى اوروڼ اندى ټولواک24 جولاى, 2007 | افغانستان پخوانى پاچا خاوروته وسپارل شو24 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||