BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
افغانستان له ازبکستان سره سوداگريز تړونونه کړي
 
افغانستان او ازبکستان
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې چې د کورنۍ جگړې په کلونو کې په ټپه درېدلې وې، اوس بېرته ښې شوې دي
ازبکستان له افغان حکومت سره هوکړه کړې چې له افغانستان سره د ترانسپورت، د لا ډېرې برېښنا لېږدولو، سړک جوړونې، کرنې او اوبو لگولو په برخو کې مرسته وکړي.

دغه هوکړه له تاشکند څخه د افغانستان د سوداگرۍ وزير، امين فرهنگ، د ليدنې په ترڅ کې شوې. ښاغلى فرهنگ وايي ازبکستان همدا ډول موافقه کړې چې له افغانستان څخه هغۀ هېواد ته د وارداتي توکو په لړ کې ځينې نوي شيان هم ورزيات کړي.

ښاغلي فرهنگ له تاشکند څخه خپله ليدنه گټوره وبلله او پايله يې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د څو تړونونو لاسليکول وښوول.

دۀ وويل ازبکستان ومنله چې د تېلو او گاز د صادراتو د کچې له لوړولو سربېره به، د اړتيا په مهال افغانستان ته نوره برېښنا هم ورکړي.

د سوداگرۍ د وزير په وينا، دوى پرېکړه وکړه چې دواړه هېوادونه دې په گډه سره د امو سېند له اوبو څخه د کرنې لپاره گټه واخلي. همدارنگه ازبکستان به د افغانستان هغو سيمو ته د اوبو د لېږدولو په برخه کې تخنيکي مرسته کوي چې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

ښاغلي فرهنگ وويل نور تړونونه د پلونو او سړک جوړونې په برخه کې له ازبکستان سره لاسليک شول.

د سوداگرۍ د وزير په خبره، ازبکستان همدا ډول ژمنه وکړه چې دوى به هغه سيلانيان چې له ازبکستان څخه ليدنه کوي وهڅوي چې د افغانستان شمالي سيمو ته هم ولاړ شي.

د نويو تړونونو له مخې، ازبکستان ته به د افغانستان د معدني اوبو، وچې ميوې او ځينې کرنيزو پيداوارو د صادراتو کچه هم لوړه شي.

افغانستان له پخوا راهيسې له ازبکستان سره ښې اړيکې لرلې، خو د کورنيو جگړو لامله د دوو گاونډيانو تر منځ راشه درشه بېرته کمه شوه.

اوس چې د دواړو هېوادونو اړيکې بېرته ښې شوې، افغانستان ازبکستان ته ١٢ ميليونه کلني صادرات لري. افغانستان ته د هغۀ هېواد واردات بيا تر دې ډېر لوړ دي چې په کال کې شاوخوا ٢٠٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت