|
کمپاين:دښځو په وړاندې تاوتريخوالى ختمو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د ښځو په وړاندې دتاوتريخوالي په ضد دملي کمپاين په نامه د افغان ميرمنو د هلو ځلو په لومړۍ ورځ افغانستان د سوېلي اسيا په هيوادونو کې دسيمه ييز کمپاين غړيتوب ترلاسه کړ . ددې کمپاين موخه داده چې د ښځو په وړاندې چلند ته بدلون ورکړي . د طالبانو له ماتې وروسته افغان ميرمنې په ډيرو ټولنيزو او سياسي برخو کې ونډه اخيستې ده او خپل شته والى يې ښودلى دى . خو د ملگرو ملتونو د څيړنو له مخې ډيرې افغان ميرمنې لاهم دجسمي ، جنسي او روحي زورزياتي په قربانيانو بدليږي . دلته ډيرو ميرمنو ژمنيتا وښوده چې په افغانستان کې به د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي له هلو ځلو سره به يوځاى کيږي . ددغو نو هلو ځلو سره د ښځو همغږي ددې ژمنې د پوره کولو لپاره وه چې په هر ځاى کې به له نورو سره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پر مخنيوي خبرې کوي . دافغان ميرمنو لپاره د جگړو دا تيرې درې لسيزې تر هرڅه ډيرې بدې او زيان رسونکې وې . دطالبانو د واک په اوږدو کې دغه بنديزونه تر بل هر وخت ډير شول ، دوى له زده کړو راوگرځول شوې او په دولتي ادارو کې يې کار له لاسه ورکړ . خو د طالبانو د واکمنۍ له ماتې وروسته ښځو ډيره خپلواکي تر لاسه کړه او په تيرو شپږو کلونو کې دوى نه يوازې په سياسي ډگر کې راڅرگندې شوې بلکې ټولنيز او سوداگريز فعاليتونه يې هم پيل کړل . خود افغانستان دپارلمان استازې شکرې بارکزۍ وويل ان په ولسي جرگه کې له ښځينه استازو سره له ناوړه چلند کار اخيستل کيږي : (( د افغانستان په پارلمان کې يې اغيز شته دى .هلته هم د جنس له مخې تاوتريخوالى شته دى . ددې لپاره چې ښځه ياستى ستاسو خبرې ته څوک درناوى نه کوي او ددې لپاره چې ښځه ياستى هغه ملي وړانديزونه چې تاسو د هيواد د جوړولو لپاره لرئ ښايي په پام کې ونه نيول شي .)) ددغه کمپاين له پرانيستې سره سم د ملگرو ملتونو د يوې څيړنې جزيات هم روښانه شول . د ملگرو ملتونو دا څيړنه ښيي چې لا هم ٨٠ په سلو کې ميرمنې د کورني زورزياتي او تاوتريخوالي قربانيانې دي . ددغې څيړنې له مخې ٤٥ په سلو کې ميرمنې په جسمي ډول ځورول کيږي او پاتې نورې يې د روحي فشار لاندې ساتل کيږي . دغه څيړنه ښيي چې نژدې ٧٠ په سلو کې ميرمنې د جنسي تيري له گواښ سره مخامخ دي . د افغان ولسمشر حامد کرزي پيغام هم په دې غونډه کې ولوستل شو اود ټولنې له گردو پوړونو څخه يې وغوښتل چې په دې بهير کې ونډه واخلي : دغه کمپاين د سوېلي اسيا د اته کورنيو او نړيوالو ټولنو په مرسته پيل شو . چارواکو وويل د افغانستان په پنځه ولايتونو کې ٨٠٠٠ کسانو چې نارينه هم په کې دي له دې بهير سره ملاتړ ښودلى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه مسلمان عالمان د ښځوختنه کول د ښځو پر وړاندې يو تېرى بللى24 نومبر, 2006 | خبرونه افغانستان کې له ښځوسره تاوتريخوالى25 نومبر, 2006 | خبرونه افغانستان کې ښځوسره د زورزياتي په اړه انديښنې12 دسمبر, 2006 | خبرونه د ښځې او نننۍ نړۍ پروگرام د ښه کارى ډلې جايزه وگټله19 فبروري, 2007 | خبرونه د ښځينه شاعرانو د هنر پسرلى ولې نه غوړيږي ؟06 مارچ, 2007 | خبرونه ښځه او نننۍ نړۍ 22 مۍ, 2007 | خبرونه د کندهار ښځې : زموږ بچيان مه راوژنئ !14 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
~RS~q~RS~~RS~z~RS~22~RS~)