کرزی: هیله من یم چې شوی پرېکړه لیک پایله ولري

  • 19 اګست 2014 - 28 زمری 1393
حامد کرزی: د افغانستان خپلواکۍ د افغانانو د یوالي او اتفاق نتیجه ده

تمه کېږي چې د رایو د ارزونې له پای ته رسیدو سره به په راتلونکو اوونيو کې د حامد کرزي ځای ناستی معرفي شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵ کلیزې په لمانځغونډه کې وویل، چې د ټاکنو پایلو ته په تمه دی او هیله لري چې د دواړو نوماندانو ترمنځ پرېکړه لیک پایله ولري.

د افغانستان دولت هر کال د زمري په ۲۸ له برتانیا نه د اخیستل شوې خپلواکۍ ګلیزه لمانځي. حامد کرزي د دولت لوړپوړو چارواکو په حضور کې په دغه لمانځغونډه کې برخه واخیسته او د ګلونو ګیډۍ یې د خپلواکۍ څلي سره کېښوده.

په دغه غونډه کې له ولسمشر کرزي سره یو ځای د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماندان اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هم برخه اخیستي وو.

ښاغلي کرزي د افغانستان خپلواکۍ د ،،افغانستان درناوی او خپلواکۍ،، وبلل او زیاته یې کړه ،،دغه ویاړ،، د هر افغان له برکته ده، او د افغانستان د یوالي او اتفاق نتیجه ده.

نومړي زیاته کړه چې هیله لري افغانان لاس په لاس سره ورکړي او د خپل هېواد خپلواکۍ وساتي او د افغانستان د پرمختک لپاره هم کوښښ وکړي، چې د نړیوالو د پرمختک له کاروانه شاته پاتې نه شي.

د نوي حکومت په راتګ سره د ناامنیو په اړه کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،"دواړه وروڼه دلته ولاړ دي اوژمنه کوي چې ټینګ حکومت به جوړوي او افغانستان په له دې نا امنیو ژ غوري".

۱۹۱۹ کال د پاچا امان الله د واکمنۍ پرمهال د افغان او انګلیس دریمې جکړې د پای ته رسولو لپاره د راولپنډۍ پیمان لاسلیک کړ.

د دغه پیمان په بنسټ بریتانیا چې هاغه مهال د افغانستان بهرنی سیاست په خپله کنترولاوه، د افغانستان بشپړه خپلواکۍ یې په رسمیت وپيژاندله. له هغې ورځې راهیسې د افغانستان دولت هر کال د خپلواکۍ کلیزه لمانځي.

ورته مطالب