'وسلوالو هلمند کې د ګوزڼ واکسین بند کړی'

  • 4 جولای 2014 - 13 چنګاښ 1393
هلمند د افغانستان یوه له هغو سیمو ده، چې وړاندې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پېښې پکې موندل شوې وې.

د هلمند مدني ټولنې وايي، وسله والو په دې ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین بند کړی دی.

دغه ټولنه وايي، چې دا مهال سلګونه زره هلمندي ماشومان د ګوزڼ ضد له واکسینه بې برخې دي، ځکه چې له تېرو درو میاشتو راهیسې طالبانو په دې ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین بند کړی دی.

د هلمند مدني ټولنه هلمندي چارواکي د ګوزڼ ضد واکسین بندې شوې لړۍ د بېرته پرانیستلو په هڅه کې په ناغیړۍ او د دې خبرې په پټ ساتلو تورنوي.

خو د هلمند د عامې روغتیا ریاست یوه چارواکي ډاکټر عبیدالله داود زاده بي بي سي ته وویل، د تېرې مارچ میاشتې له وروستیو راهیسې په هلمند کې د پولیو واکسین د کمپاین په بڼه نه دی تطبیق شوی.

دی وايي، کلینیکونو او لویو لارو ته خلک د واکسین ټیمونو ته ورځي، خو په عام ډول یې تطبیقول نه دي شوي.

داود زاده وايي، د پولیو د بندېدو یو لامل هم د هلمند په څلورو ولسوالیو کې د درنې جګړې پیلېدل وو.

له تېرو نژدې دوو اونیو راهیسې د هلمند په هغو څلورو ولسوالیو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د طالبانو سلګونو جنګیالیو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې افغان حکومت یې هم پرضد پراخ عملیات پیل کړل.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل هلمند ته تللې وه او هلته یې د هلمند له صحي چارواکو سره د واکسین د تطبیق په اړه خبرې کړې وې.

ښاغلی داود زاده وايي، ثریا دلیل ژمنه وکړه، چې په هلمند کې به د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین په بڼه پیلېدو لپاره خپلې هلې ځلې وکړي.

سرچینه پر طالبانو د ګوزڼ ضد واکسین د لړۍ بېرته پیلولو غږ کوي.

ثریا دلیل
د تېرې پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزیرې هلمند ته پخپل سفر کې د پولیو د کمپاین پیلولو د هڅو ژمنه وکړه.

هلمند د افغانستان یوه له هغو سیمو ده، چې وړاندې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پېښې پکې موندل شوې وې.

افغانستان د نړۍ یو له هغو درو هېوادونو دی، چې لاهم د ګوزڼ ناروغۍ بېلګې پکې موندل کېږي.

پخوا، وسله والو طالبانو په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین بندلو کار ډېر لږ کړی و، خو د ډیورنډ له کرښې هاخوا پاکستاني طالبانو د ګوزڼ ضد واکسین بند کړي او ډېر کله یې صحي کارکوونکي هم په نښه کړي دي.

اوس روغتیايي کارکوونکي وايي، که چېرې خوست ته له وزیرستان نه اوښتي کډوال واکسین نه شي، شاید په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې د پخوا پرتله ډېرې شي.

د روان کال په مارچ میاشت کې، د هلمند ولایت په سنګین کې د ماین چاودنې د ګوزڼ ضد درې واکسیناتوران وژلي وو.

خو د خوست سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، له شمالي وزیرستان نه د وراووښتو کورنيو شاوخوا ۱۳۰۰۰ ماشومانيې د پوليو پر ضد واکسين کړي دي.

ورته مطالب