اروپایي څارونکي: ټاکنو کې طالبانو ماتې وخوړه

  • 7 اپریل 2014 - 18 وری 1393
د ښاغلي برمین په وینا افغانانو په خپل پراخ ګډون دا ثابته کړه، چې طالبانو ماتې خوړلې ده

د اروپايي ټولنې څارونکې ډلې له امنیتي ګواښونو سره سره په ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون ستایلی دی.

دغې ډلې همدا راز د تېر په پرتله د ښځو په پراخ ګډون خوښي څرګنده کړې او د ټاکنو او شکایتونو کمېسیون هڅې یې هم ستایلې دي.

دغې ډلې ویلي، د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د یوه متمرکز سېستم د نشتوالي له کبله د ټاکنو په ورځ مرکزونو ته د کره شمېر رای پاڼو د استولو په برخه کې ننګونې پیدا شوې دي.

لکه چې ګلستان شینواری له کابله په خپل رپوټ کې لیکي:

د اروپايي ټولنې ټاکنیزې څارونکې ډلې د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه په خپله لومړنۍ ارزونه کې له امنیتي ګواښونو سره سره د افغانانو پراخ ګډون ستایلی دی.

د دغې ډلې مشر تییس برمین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم دا مالومه نه ده چې په دغو ټاکنو کې څوک بریالی شوی، خو په وینا یې افغانانو په خپل پراخ ګډون دا ثابته کړه، چې طالبانو ماتې خوړلې ده.

د ښاغلي برمین په خبره، د ټاکنو په ورځ او ترې د مخه د وسله والو په بریدونو کې ولسي وګړي، امنیتي ځواکونه، خبریالان، د ټاکنو کمېسون کارکوونکي او څارونکي په نښه شول، خو په ټوله کې دا ټاکنې په پرتلییز ډول په سوله ییزه او بریالۍ توګه تر سره شوې.

د دغې څارونکې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم په ځانګړي ډول په نا امنو سیمو کې د افغان مېرمنو ګډون کم دی، خو بیا هم ټاکنو ته لېوالتیا ښوول شوې ده.

د نا امنۍ تر څنګ ټولنیز محرومیتونه او د سیمه ییزو زېربناو نشتوالی هم د ښځو د کم ګډون لامل بلل شوی دی.

اروپايي ټولنې په راتلونکي کې د دغه وضعیت د لا ښه کېدو په اړه هیله مندي څرګنده کړې ده.

د اروپايي ټولنې څارونکې ډلې همداراز ویلي، په افغانستان کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د یوه ټولیز، دوامدار او متمرکز سېستم د نشتوالي له کبله د ټاکنیزو وسایلو د کره وېش په برخه کې ننګونې شته.

د دغه بنسټ په خبره د همدغې ستونزې له کبله یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو ته د کره شمېر رای پاڼو د نه رسېدا په اړه شکایتونه را پورته شوي دي.

دغو څارونکو همدا راز ویلي چې په دې اړه د خپلواکو بنسټونو د څېړنو ملاتړ کوي.

دغې څارونکې ډلې په خپله ارزونه کې د ټاکنو خپلواک کمېسون او شکایتونو کمېسون هڅې ستایلې او د ټاکنو اړوند قوانین یې اغېزناک بللي دي.

د اروپايي ټولنې څارونکې ډلې ژمنه کړې چې د ټاکنیز بهیر تر پایه به په افغانستان کې پاتې شي او له افغان قوانینو او نړیوالو معیارونو سره سم به د دغو ټاکنو همغږي و ارزوي.

ورته مطالب